bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Joel 1
Joel 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
1
د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو.
2
اے مشرانو، دا واورئ. تاسو ټول غوږ شئ، څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ. ولې ستاسو په ژوند کښې يا ستاسو د پلار نيکۀ په ژوند کښې داسې څۀ کله پېښ شوى دى؟
3
دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى.
4
د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل.
5
اے شرابيانو، ويښ شئ او وژاړئ، اے مے څښونکو، تاسو ټول افسوس وکړئ، د نوؤ ميو په وجه افسوس وکړئ، ځکه چې دا ستاسو د شونډو نه راښکلے شول.
6
د هغوئ ټول لښکر زما په مُلک حمله وکړه، چې طاقتور او د شمېر نه بهر دى، د هغوئ غاښونه د زمرى په شان تېرۀ دى او د هغوئ داړې د زمرۍ په شان دى.
7
هغوئ زما د انګورو بوټى تباه کړى دى او زما د اينځرو ونې يې تباه کړې دى، پوستکى يې ترې نه ويستى دى او تباه کړى يې دى، د دې څانګې يې خالى او لغړى پرېښودې دى.
8
لکه د هغه پېغلې وژاړئ چا چې د ماتم جامې اغوستې وى او د خپل چنغول په مرګ ژړا انګولا کوى.
9
د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى.
10
پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول.
11
اے زميدارانو غمژن اوسئ، اے د انګورو د باغ ماليانو، ژړا کوئ، د غنم او د اوربشو دپاره غمژن شئ، ځکه چې د فصل پټى تباه شوى دى.
12
د انګورو بوټى اوچ شُو او د اينځرو ونې وچې شوې، د انارو ونې، د کجورو ونې، او د سيوانو ونې او ټولې مېوه دارې ونې وچې شوې دى. او يقيناً د خلقو خوشحالى ورسره ورکه شوې ده.
13
اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربانګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.
14
د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.
15
افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.
16
زمونږ خوراک زمونږ د سترګو په وړاندې غېب شو، او خندا خوشحالى زمونږ د خُدائ پاک په کور کښې بنده شوه.
17
تخم د زمکې لاندې اوچ شو. د غلې ګودامونه خالى او وران ويجاړ پراتۀ دى، خمبې تشې او ماتې شوې ځکه چې تخم اوچ شوے دے.
18
څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.
19
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، ځکه چې اور د څرېدو ځايونه وسوزول او لمبو د ټولو پټو ونې وسوزولې.
20
تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3