bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
John 10
John 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 11 →
1
”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د ګډو شپول ته په دروازې نۀ ورننوځى خو په بله لاره وراوړى هغه غل او ډاکو دے.
2
خو کوم سړے چې په دروازه ورننوځى هغه د ګډو شپونکے دے.
3
څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى.
4
کله چې هغه خپلې ټولې ګډې رابهر کړې نو هغه ترې وړاندې ځى او ګډې ورپسې، ځکه چې هغوئ د هغۀ آواز پېژنى.
5
هغوئ به نا آشنا سړى پسې چرې هم نۀ ځى. بلکې هغوئ به د هغۀ نه وتښتى ځکه چې هغوئ د نا آشنا سړى آواز نۀ پېژنى.“
6
عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووئيلو خو هغوئ په دې پوهه نۀ شول چې د هغۀ د دې نه مطلب څۀ وو.
7
نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.
8
هغوئ ټول چې زما نه مخکښې راغلى وُو غلۀ او ډاکوان وُو، خو ګډو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو.
9
زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.
10
غل صرف د غلا د قتل او د تباهۍ دپاره راځى خو زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى.
11
زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى.
12
خو مزدور چې نۀ شپون وى او نۀ يې ګډې خپلې وى، کله چې هغه ليوۀ په راتلو ووينى نو ګډې په ځائ پرېږدى او وتښتى. ليوۀ رمه راګېره کړى او ګډې خورې ورې کړى.
13
هغه ځکه تښتى چې مزدور دے او د ګډو هيڅ پرواه نۀ کوى.
14
زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى،
15
څنګه چې ما پلار پېژنى او زۀ پلار پېژنم، او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم.
16
زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.
17
په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم.
18
دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“
19
د دې خبرو په وجه بيا په يهوديانو کښې بېاتفاقى راغله.
20
په هغوئ کښې ډېرو وئيل چې، ”په دۀ پيريان ناست دى او دے پاګل دے، ولې تاسو دۀ ته غوږ ږدئ؟“
21
خو نورو وئيل چې، ”په چا چې پيريان ناست وى هغه داسې خبرې نۀ شى کولے. ولې پيرے د ړوند سترګې روغولے شى څۀ؟“
22
دا د ژمى ورځې وې او په يروشلم کښې د خُدائ د کور د وقف کېدو اختر وو.
23
او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.
24
يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او ورته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ مونږ په شک کښې ساتې؟ کۀ تۀ مسيح يې نو مونږ ته صفا صفا ووايه.“
25
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما تاسو ته ووئيل خو تاسو پرې يقين نۀ کوئ. زۀ چې کوم کارونه د خپل پلار په نوم کوم، هغه زما ګواه دى.
26
خو تاسو پرې يقين نۀ کوئ ځکه چې تاسو زما ګډې نۀ يئ.
27
زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.
28
زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.
29
زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے.
30
زۀ او زما پلار يو يُو.“
31
بيا يهوديانو عيسىٰ پسې کاڼى راوخستل چې پرې وې ولى،
32
خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“
33
يهوديانو ورله جواب ورکړو چې، ”مونږ تا د څۀ نېک کار په وجه نۀ سنګساروو خو د کُفر په سبب، ځکه چې تۀ خو صرف انسان يې او د خُدايئ دعوىٰ کوې.“
34
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ولې ستاسو په شريعت کښې دا نۀ دى ليکلے شوى چې، ”ما وفرمائيل چې تاسو خُدايان يئ؟“
35
هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.
36
ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟
37
کۀ چرې زۀ د خپل پلار کارونه نۀ کوم، نو په ما ايمان مۀ راوړئ.
38
خو کۀ زۀ يې کوم، کۀ څۀ هم تاسو په ما ايمان نۀ راوړئ، نو زما په کارونو ايمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو ته پته ولګى او پوهه شئ چې پلار په ما کښې دے او زۀ په پلار کښې يم.“
39
نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو.
40
عيسىٰ بيا د اُردن د سيند پورې غاړه هغه ځائ ته لاړو چرته چې به يحيىٰ اول بپتسمه ورکوله. او هغه هلته پاتې شو.
41
ګڼ خلق ورله راغلل او هغوئ وئيل چې، ”يحيىٰ مونږ ته يوه معجزه هم نۀ وه ښکاره کړې، خو هغۀ چې څۀ د دې سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا دى.“
42
او په هغه ځائ کښې ډېرو خلقو په عيسىٰ ايمان راوړلو.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21