bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Jonah 3
Jonah 3
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
1
بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په يُونس نازل شو،
2
”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“
3
يُونس د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او نينوه ته لاړو. نو د نينوه ښار دومره لوئ وو چې د دې نه پېدل تېرېدو دپاره درې ورځې پکار وې.
4
په اوله ورځ چې يُونس په ښار کښې روان وو، هغۀ اِعلان وکړو چې، ”ټيک څلوېښت ورځې پس به نينوه تباه شى.“
5
د نينوه خلقو د خُدائ پاک په پېغام يقين وکړو. هغوئ د روژې اعلان وکړو او ټولو لويو او واړو د ټاټ جامې واچولې چې خپل غم څرګند کړى.
6
کله چې د نينوه بادشاه ته د يُونس پېغام ورسېدو، نو هغه د خپل تخت نه کوز شو، خپله شاهى چُوغه يې وويستله، د ټاټ جامې يې واغوستلې او په خاورو کښې کښېناستو.
7
بيا هغۀ د نينوه خلقو ته يو فرمان جارى کړو چې، ”د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو حُکم دے چې، هيچا ته د خوراک څښاک اجازت نشته. غوا مېښه او ګډې چېلۍ سره سره ټول ځناور هم په دې کښې شامل دى. مۀ يې خوراک ته پرېږدئ او مۀ اوبۀ ورکوئ.
8
خو پرېږدئ چې ټول خلق او ځناور د ټاټ جامې واغوندى. او هر يو په راستۍ سره د زړۀ له کومې خُدائ پاک ته دُعا وکړى، او هر يو د خپلې بدعملۍ نه واوړى او ظلم زياتے پرېږدى.
9
څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“
10
کله چې خُدائ پاک وليدل چې هغوئ څۀ وکړل او څنګه هغوئ د خپلو بدو عملونو نه واوړېدل، نو هغه ورحمېدو او په هغوئ يې هغه تباهى رانۀ وستله کومه چې هغۀ وئيلې وه.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4