bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Romans 10
Romans 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 11 →
1
وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى.
2
زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے.
3
ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.
4
ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
5
موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“
6
خو کوم صداقت چې په ايمان راځى هغه وائى چې، ”په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايه چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟ د دې دپاره چې مسيح لاندې راولى.
7
يا څوک لاندې عالمِ ارواح ته تلے شى؟ چې مسيح د مړو نه راپاڅوى.“
8
خو دا څۀ وائى؟ ”کلام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے.“ نو هم دا د ايمان کلام دے چې مونږ يې بيانوو.
9
ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې.
10
کله چې مونږ د زړۀ نه ايمان راوړو نو خُدائ پاک مو صادقوى، او کله چې په خپله خولۀ دا اِقرار کوُو نو هغه خلاصون راکوى.
11
نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“
12
نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.
13
ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“
14
خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟
15
او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“
16
خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“
17
نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى.
18
خو زۀ تپوس کوم چې ولې هغوئ دا نۀ دے اورېدلے؟ بېشکه چې اورېدلے يې دے، ځکه چې، ”د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے دے، او د هغوئ کلام د دُنيا آخرى حدونو پورې رسېدلے دے.“
19
خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“
20
بيا يشعياه په نوره زړۀ ورتيا سره داسې فرمائى چې، ”زۀ هغه چا وموندلم چا چې زما لټون نۀ کولو، او ما خپل ځان هغه چا ته ښکاره کړو چا چې زما تپوس هم نۀ دے کړے.“
21
خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16