bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Titus 1
Titus 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
1
دا خط د پولوس د خوا نه دے چې د خُدائ پاک غلام او د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ د دې دپاره مقرر شوے يم چې هغه خلقو ته د ايمان په حقله بيان وکړم کوم چې خُدائ پاک غوره کړى دى او هغوئ ته د حقيقت تعليم ورکړم چې ورته د ديندارۍ ژوند تېرول ورزده کړى.
2
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
3
په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو.
4
زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.
5
ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.
6
د جماعت مشران دې بېاِلزامه او د يوې ښځې خاوندان وى، او بچى دې ايماندار وى او د بدچلنۍ او د نافرمانۍ د اِلزام نه دې پاک وى.
7
ځکه چې د جماعت مشر دې د خُدائ پاک د کار د مُختار کېدو په وجه بېاِلزامه وى، هغه دې نۀ سرکشه، نۀ غصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، او نۀ دې د ناجائزې ګټې حرصناک وى.
8
بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى.
9
هغه دې په هغه کلام کوم چې دۀ ته ښودلے شوے دے پوره مضبوط ودريږى، ځکه چې دے به د دې جوګه وى چې خلقو ته صحيح تعليم ورکولے شى او د مخالفينو مقابله به کولے شى.
10
ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى.
11
په کار دى چې هغوئ چُپ کړے شى، ځکه چې د ناپاکه ګټې د تعليم ورکولو په وجه هغوئ د خلقو مکمل خاندان بربادوى، کوم تعليم چې ورکول نۀ دے په کار.
12
د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“
13
دا پېشګوئې رښتيا ده، نو په دې وجه هغوئ په سختۍ سره رټئ د دې دپاره چې د هغوئ ايمان ټيک شى.
14
او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى.
15
د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.
16
هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
Recommended Reading
Commentary
Titus Commentaries
→
Devotional
Titus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→