bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
1 John 1
1 John 1
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
1
مونږ تاسو ته د هغه کلام په هکله لیکو چې ژوندون ورکوي یعنې هغه کلام چې له ازله موجود ؤ او مونږ هغه اورېدلی او په خپلو سترګو مو لیدلی دی. هو، مونږ ورته وکتل او زمونږ لاسونو هغه لمس کړي دي.
2
هغه ژوندون مونږ ته ښکاره شو او مونږ هغه ولیده. نو مونږ د هغه په هکله شاهدي ورکوو او د هغه تلپاتې ژوندون نه چې د پلار سره ؤ او مونږ ته ښکاره شو، تاسو خبروو.
3
څه چې مونږ لیدلي او اورېدلي دي تاسو ورباندې خبروو، ترڅو په هغه ملګرتیا کې چې مونږ یې د پلار او د هغه د زوی عیسی مسیح سره لرو، تاسو هم زمونږ سره شریک شئ.
4
دا مونږ د دې دپاره تاسو ته لیکو چې زمونږ او ستاسو خوشحالي پوره شي.
5
دا هغه پیغام دی چې مونږ د عیسی نه واورېد او تاسو ته یې اعلانوو: خدای رڼا ده او په هغه کې هېڅ تیاره نشته.
6
که چېرې مونږ وایو چې د خدای سره ملګرتیا لرو خو بیاهم په تیارو کې اوسېږو، نو مونږ دروغجن یو او د رښتینولۍ د لارې سره سم ژوند نه تېروو.
7
خو که چېرې مونږ په رڼا کې ژوند کوو لکه څنګه چې هغه په رڼا کې دی، نو بیا مونږ په خپلو کې یو د بله سره ملګرتیا لرو او د هغه د زوی عیسی وینه مونږ د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاکوي.
8
که چېرې مونږ ووایو چې بې ګناه یو، نو مونږ خپل ځانونه غولوو او په مونږ کې حقیقت نشته.
9
خو که مونږ په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړو، نو هغه وفادار او عادل دی او هغه به زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ به د ټولو بدیو څخه پاک کړي.
10
که مونږ ووایو چې مونږ هېڅ ګناه نه ده کړې، نو خدای دروغجن ګڼو او د هغه کلام زمونږ په زړونو کې ځای نه لري.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5