bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
2 Peter 2
2 Peter 2
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
1
خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم د دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې په بیه اخیستي دي او په خپلو ځانونو باندې به ډېر زر تباهي راولي.
2
ډېر خلک به د هغوی په غیر اخلاقي لارو روان شي او د هغوی له امله به د عدالت لاره بدنامه شي.
3
دا دروغجن استاذان به د خپل حرص له امله د هغو کیسو په ویلو سره چې له ځانه یې جوړې کړې دي، ستاسو څخه ګټه واخلي. خو خدای لا د پخوا نه دا پرېکړه کړې ده چې هغوی ته سزا ورکړي او د هغوی په تباه کولو کې به ځنډ رامنځته نه شي.
4
ځکه خدای هغه فرښتې چې ګناه یې کړې وه بې سزا پرېنښودلې، بلکې دوزخ ته یې ولېږلې او په تیارو کندو کې یې واچولې چې په هغه ځای کې د قضاوت تر ورځې پورې وساتل شي.
5
همدارنګه په پخوا زمانه کې یعنې د نوح د توفان نه مخکې هم خدای څوک بې سزا پرېنښودل، بلکې د هغه وخت په بې دینه خلکو یې سېلاب راوست او یوازې نوح یې چې د خدای د عدالت وعظ کوونکی ؤ، د نورو اوو کسانو سره خوندي وساتل.
6
وروسته بیا خدای د سدوم او عموره ښارونو ته سزا ورکړه او هغه یې په اور باندې له منځه یووړل او په ایرو یې بدل کړل، ترڅو د راتلونکې زمانې د بې دینه خلکو دپاره عبرت وي.
7
خو خدای لوط چې نېک سړی ؤ او د بدکاره خلکو د غیر اخلاقي چلند څخه تنګ شوی ؤ، وژغوره.
8
ځکه چې هغه نېک سړی چې د هغوی په منځ کې اوسېده، د هغه پاک زړه به هره ورځ د هغوی د بدو کارونو په لیدلو او اورېدلو ځورېده.
9
نو څښتن پوهیږي چې څنګه دینداره خلک د خپلو ازمېښتونو څخه خلاص کړي او بدکاره خلکو ته د قضاوت تر ورځې پورې په پرله پسې توګه سزا ورکړي،
10
په ځانګړې توګه هغه خلک چې د جسماني ناپاکو غوښتنو پسې ګرځي او د خدای واک او اختیار سپک ګڼي. دا د دروغجنو استاذانو بې پروایي او غرور دی چې اسماني روحاني موجوداتو ته د کفر ویلو څخه نه وېریږي.
11
سره له دې چې فرښتې د دې دروغجنو استاذانو څخه ډېرې قوي او غښتلې دي، خو د څښتن په حضور کې په سپکو خبرو سره هغوی نه ملامتوي.
12
دا خلک د بې شعوره ځناورو په شان د دې دپاره پیدا شوي دي چې ونیول شي او ووژل شي. د کومو شیانو څخه چې خبر نه دي د هغو په هکله سپکې سپورې وایي. نو هغوی به د ځنګلي ځناورو په شان تباه شي.
13
د نورو خلکو سره چې هغوی کومه بدي کړې ده نو په بدل کې به یې بدي وویني. هغوی په رڼا ورځ د عیاشۍ نه خوند اخلي. دروغجن استاذان بې شرمه او بې عزته خلک دي. کله چې هغوی ستاسو سره په مېلمستیا کې کښېني، نو ستاسو د بدنامۍ سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په خپلې غولونې باندې خوشحالیږي.
14
هغوی ښځو ته د زنا په سترګو ګوري او هېڅکله د ګناه څخه لاس نه اخلي. هغوی هغه کسان چې په خپل ایمان کې ټینګ نه دي، په دام کې رانیسي. د هغوی زړونه په حرص اموخته شوي دي او په هغوی د خدای لعنت دی.
15
هغوی سمه لاره پریښې ده او بې لارې شوي دي او د بعور د زوی بلعام په لاره روان دي چا چې د هغو پیسو سره مینه لرله چې په بدو کارونو یې ګټلې.
16
خو بلعام د خپلو بدو کارونو په خاطر ورټل شو. ځکه چې یو خره د انسان په ژبه خبرې وکړې او هغه نبي یې د لېونتوب د کارونو څخه منع کړ.
17
دا خلک د وچو چینو په شان دي او د هغو ورېځو په شان دي چې باد یې وړي راوړي. خدای د هغوی دپاره په تورو تیارو کې ځای تیار کړی دی.
18
هغوی لافې وهي او بې عقلې خبرې کوي. او د جسماني غوښتنو څخه په کار اخیستلو سره هغه خلک په دام کې رانیسي چې همدا اوس د هغو خلکو څخه تښتېدلي دي چې په ګمراهۍ کې ژوند تېروي.
19
هغوی ته د ازادۍ وعده ورکوي خو حال دا چې په خپله د فساد غلامان دي، ځکه څوک چې د کوم شي تابع وي، نو د هغه غلام هم دی.
20
ځکه کله چې هغوی زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح د پېژندنې په وسیله د دې نړۍ د ناپاکیو څخه خلاص شول او بیا وروسته په هغو ناپاکیو کې راګېر او هغوی یې لاندې کړل، نو د هغوی وروستنی حال به د اول نه هم ډېر بد وي.
21
ځکه چې د هغوی دپاره به دا ښه وای چې هېڅکله یې د عدالت لاره نه وای پېژندلې، له دې نه چې ویې پېژني او د هغه سپېڅلي حکم څخه مخ واړوي چې ورته ورکړل شوی دی.
22
د هغوی سره چې څه وشول نو دا متل یې په هکله رښتیا کیږي: «سپی خپلې کانګې بېرته څټي.» او «لمبول شوی خوګ بېرته په خټو کې رغړي.»
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3