bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
2 Timothy 3
2 Timothy 3
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
1
خو په دې پوه شه چې په اخرو ورځو کې به د سختیو وختونه راشي.
2
ځکه خلک به ځان خوښوونکي، پیسه دوسته، لافې وهونکي، مغرور، سپین سترګي، د مور او پلار نافرمانه، ناشکره، ناپاکه،
3
بې رحمه، سخت زړه لرونکي، غیبت کوونکي، خپل سري، وحشي، د نېکۍ دښمنان،
4
خاین، بې پروا، مغرور او د خدای د پېژندلو نه زیات د عیاشۍ خوښوونکي وي.
5
هغوی به په ښکاره ځانونه دینداره ښایي، خو د خدای د قدرت نه به منکر وي. د داسې خلکو څخه ځان ساته.
6
په دوی کې داسې خلک شته چې کورونو ته ورننوځي او هغه کم عقلې او ساده ښځې د خپلې اغیزې لاندې راولي چې په ګناهونو کې ډوبې وي او د هر ډول نفساني غوښتنو تر اغیزې لاندې راغلې دي.
7
دا ښځې تل غواړي چې کوم څه زده کړي، خو هېڅکله نه شي کولای چې د حقیقت پېژندنې ته ورسیږي.
8
لکه څنګه چې ینیس او یمبریس د موسی سره مخالفت کړی ؤ، نو دا خلک هم د حقیقت سره مخالفت کوي. د هغوی خیالونه فاسد او ایمان یې رښتینی نه دی.
9
خو هغوی به ډېر پرمختګ ونه کړي، ځکه چې د هغوی کم عقلتوب به ټولو ته ښکاره شي، لکه څنګه چې د ینیس او یمبریس کم عقلتوب ښکاره شو.
10
خو ته زما د تعلیم او دا چې زه څنګه ژوند تېروم او په ژوند کې زما د مقصد او زما د ایمان، زما د صبر، زما د مینې او زما د زغم نه خبر یې.
11
همدارنګه ته خبر یې چې د پیسیدیې په انطاکیې، قونیې او لسترې ښارونو کې زه د کومو ځورونو او کړاوونو سره مخ شوم او هغه ځورونې مې وزغملې، خو بیاهم څښتن زه د هغو ټولو نه خلاص کړم.
12
په حقیقت کې هرڅوک چې غواړي په عیسی مسیح کې په دیندارۍ سره ژوند وکړي، نو هغوی به ځورول کیږي.
13
خو بد او چلبازه خلک به نور هم له بدو نه ډېر بد شي. هغوی به نور خلک غولوي او هم به په خپله غولیږي.
14
خو څه چې تا زده کړي دي او په هغو باندې ټینګ باور لرې، نو هغو ته وفادار پاتې شه. ځکه ته پوهېږې چې هغه شیان دې د چا نه زده کړي دي
15
او څنګه ته د ماشومتوب نه د خدای د کلام سره اشنایي لرې چې تاته حکمت درکړي، ترڅو په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره خلاصون ومومې.
16
د کلام ټولې لیکنې د خدای له خوا الهام اخلي او د تعلیم ورکولو، د غلطیو د رټنې، اصلاح او د رښتیني ژوند په خاطر د روزنې دپاره ګټورې دي،
17
ترڅو د خدای خلک پوره وړتیا ولري او د هر نېک کار دپاره تیار اوسي.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4