bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
3 John 1
3 John 1
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
Jump to:
Chapter 1
1
د کلیسا د مشر له خوا ګران غایوس ته چې په رښتیا راباندې ګران دی.
2
زما ګرانه ملګریه! زه دعا کوم چې په هر کار کې بریالی اوسې او لکه څنګه چې په روحاني توګه روغ او جوړ یې، نو همداسې په جسماني توګه هم واوسې.
3
کله چې ځینې ورونه راغلل او ماته یې ستا د وفادارۍ په هکله شاهدي راکړه او دا چې ته تل په رښتینې لاره ژوند تېروې، نو ډېر خوشحاله شوم.
4
د دې نه زیاته خوشحالي ماته په بل هېڅ شي کې نشته چې کله واورم چې زما اولادونه په رښتینې لاره روان دي.
5
ګرانه دوسته! ته په هغه خدمت کې چې دې مسیحیانو ته یې کوې ډېر وفادار یې، که څه هم ته هغوی نه پېژنې.
6
هغوی د دې ځای کلیسا ته وویل چې د هغوی سره څومره مینه کوې. مهربانې وکړه د هغوی سره په سفر کې داسې مرسته وکړه لکه د هغو خلکو په شان چې د خدای خدمت کوي.
7
ځکه چې هغوی مسیح ته د خدمت کولو په خاطر په سفر روان شول او د بې دینه خلکو نه یې هېڅ مرسته ونه غوښتله.
8
نو مونږ باید د داسې خلکو سره مرسته وکړو او د حقیقت په خپرولو کې د هغوی سره ملګري شو.
9
ما ستاسو کلیسا ته یو لیک ولېږه، خو دیوترفیس چې خپل ځان د نورو څخه لوړ ښایي، زما خبرې نه مني.
10
که زه درغلم، نو د هغو کارونو په هکله چې هغه یې کوي او زمونږ په هکله بېځایه او بدې خبرې کوي، خبرې وکړم. هغه لا په دې هم قناعت نه کوي، بلکې مېلمنو مسیحیانو ته د هرکلي ویلو نه هم انکار کوي او نور هم نه پرېږدي چې هغوی ته هرکلی ووایي او د هغوی مرسته کوونکي د کلیسا څخه شړي.
11
زما ګرانه دوسته، د بدۍ پیروي مه کوه، بلکې د نېکۍ پیروي کوه. کوم خلک چې نېک کارونه کوي، هغوی د خدای اولادونه دي او څوک چې بد کارونه کوي، هغوی هېڅکله هم خدای نه دی لیدلی.
12
ټول خلک د دیمیتریوس په هکله ښه شاهدي ورکوي او حقیقت همدا دی. مونږ هم د هغه په هکله ښه شاهدي ورکوو او ته پوهېږې چې زمونږ شاهدي رښتیا ده.
13
زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاته یې وکړم، خو زه نه غواړم چې تاته هغه په قلم باندې ولیکم.
14
زه هیله لرم چې ډېر زر دې ووینم او مخامخ در سره خبرې وکړم.
15
سلامتي دې وي په تا باندې. ټول دوستان دې درباندې سلامونه وایي، زمونږ هر یو دوست ته سلامونه ووایه.
Jump to:
Chapter 1
All chapters:
1
Recommended Reading
Commentary
3 John Commentaries
→
Devotional
3 John Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Afghan Pashto Bible) Study Bible
→