bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 John 1
2 John 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
1
دا خط دَ مشر له طرف نه دے، اَؤ هغه ميرمنے اَؤ دَ هغے بچو په نُوم ليکلے کيږى چا سره چه زَۀ رښتينى مينه لرم، يواځے زَۀ نه، بلکه ټول هغه څوک چه دَ حق نه خبر دى،
2
اَؤ دَ حق دَ خاطره چه په مُونږ کښے دے اَؤ تل تر تله به په مُونږ کښے پاتے وى.
3
دَ خُدائے پلار اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے عيسىٰ مسيح فضل، رحم اَؤ سلامتى دِ په حقيقت اَؤ مينے سره په مُونږ کښے پاتے وى.
4
زَۀ په دے ډير خوشحاله شوم چه مے واؤريدل چه ستاسو ځنى بچى دَ حق په لار روان دى څنګه چه پلار مُونږ ته حُکم کړے وو.
5
اَئے خوږے ميرمنے! اوس زَۀ درته يو عرض کوم چه راځئ چه دَ يو بل سره مينه لرُو. دا خيال مه کوئ چه نوے حُکم درکوم بلکه هغه يو دوباره دريادوم کُوم چه مُونږ ته دَ اول نه راکړے شوے وو.
6
اَؤ دَ مينے نه زما مطلب دا دے چه مُونږ دَ خُدائے په حُکمُونو عمل وکړُو. دا هم هغه حُکم دے چه تاسو له اول نه آؤريدلے دے چه تاسو ته پکار دى چه په مينه کښے ژوند تير کړئ.
7
ډير فريبيان دُنيا ته راغلى دى چه دَ عيسىٰ مسيح په جسم کښے دُنيا ته راتلل نۀ منى، داسے کسان لوئے ټګماران اَؤ خردَجالان دى.
8
تاسو خبردار شئ چه کُومه خوارى چه مُونږ په تاسو کړے ده، هغه دِ ستاسو په سبب ضائع نۀ شى بلکه تاسو دِ دَ هغے پُوره اجر بيا مُومئ.
9
هر هغه څوک چه دَ مسيح په تعليم قائم پاتے نۀ وى بلکه هغه پريږدئ، دَ هغۀ سره خُدائے نِشته، څوک چه دَ مسيح په تعليم عمل کوى نو دَ هغۀ سره پلار اَؤ زوئے دواړه شته.
10
که څوک درته راشى اَؤ دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کورته مه پريږدئ اَؤ مه ورته سلام وايئ.
11
ځکه چه هر هغه څوک چه هغۀ ته سلام وائى، هغه دَ هغۀ په بدو کارُونو کښے شريک دے.
12
ډيرے خبرے داسے دى چه زَۀ ئے تاسو ته ليکل غواړم خو دَ هغے زَۀ په ليک کښے راوستل نۀ غواړم، خو زَۀ دا اُميد لرم چه دربه شم اَؤ درسره به مخامخ خبرے وکړم دَ دے دَ پاره چه زمُونږ خوشحالى پُوره شى.
13
هغه خور چه خُدائے غوره کړے ده دَ هغے بچى تا ته سلام وائى.
Jump to:
Chapter 1
All chapters:
1