bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
3 John 1
3 John 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
1
دَ مشر له طرفه، خوږ ګايوس ته، دَ چا سره چه زَۀ رښتينے مينه لرم.
2
زما خوږه ګايوسه! زَۀ دُعا غواړم چه روغ جوړ اَؤ په خير خيريت اوسے لکه څنګه چه زَۀ خبر يم چه تۀ په روحانى طور يئے.
3
هر کله چه ورُوڼه راغلل اَؤ ما ته ئے دا ووئيل چه تۀ څومره په حقيقت کښے ژوند تيروے نو ډير خوشحاله شوم. بے شکه تۀ په خپل ټول ژوندُون کښے رښتينے يئے.
4
دَ دے نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز نۀ حاصليږى چه زَۀ دَ دے نه خبر شم چه زما بچى په حقه لار روان دى.
5
اَئے وروره! تۀ دَ ورُوڼو په خدمت کښے ډير وفادار يئے اګر که تۀ هغوئ پيژنے هم نه.
6
هغوئ دلته دَ جماعت په وړاندے ستا دَ ښۀ سلوک صفت وکړو. مهربانى وکړه تۀ دَ دوئ په سفر کښے ورسره هغه شان مدد وکړه لکه څنګه چه زمُونږ دَ خُدائے دَ وړاندے لائق دى.
7
هغوئ دَ عيسىٰ دَ نُوم دَ خاطره دَ خدمت کولو دَ پاره ووتل اَؤ دَ بے ايمانانو نه هيڅ څيز هم نۀ آخلى.
8
نو مُونږ ته لازم دى چه دَ داسے خلقو مدد وکړُو اَؤ په دغسے کولو دَ حقيقت په خورولو کښے دَ هغوئ ملګرى شُو.
9
ما جماعت ته يو خط استولے وو خو ديوتِرفِس چه دَ دوى دَ مشرئ شوق لرُونکے دے مُونږ نۀ قبلوى.
10
که زَۀ درغلم نو هغه کارُونه به درته په ګُوته کړم کُوم چه هغه کوى. هغه زمُونږ په خلاف بے بُنياده اَؤ سپک تهمتُونه لګوى، اَؤ لا په دے هم نۀ صبريږى بلکه زمُونږ ورُوڼه هر کلى ته پريږدى قدرِ هم نه، اَؤ څوک چه داسے کوى هغوئ هم منع کوى تر دے چه دَ جماعت نه ئے هم وباسى.
11
زما خوږه ملګريه! دَ بدو پيروى مه کوه بلکه دَ ښو کوه، ښه کار کوُونکے دَ خُدائے بچے دے اَؤ بد کار کوُونکى خُدائے کله هم ليدلے نۀ دے.
12
دَ ديميتيريوس دَ پاره هر څوک ښۀ شهادت ورکوى اَؤ دا حقيقت هم دے، مُونږ پخپله هم دَ هغۀ شهادت ورکوُو اَؤ تۀ خبر ئے چه زمُونږ شهادت رښتينے دے.
13
زَۀ ډيرے خبرے درته ليکل غواړم خو دا نۀ غواړم چه په قلم اَؤ سياهئ ئے وليکم.
14
زما اُميد دے چه ډير زر به تا ووينم اَؤ مخامخ به درسره خبرے وکړم.
15
په تا دِ سلامتى وى. زمُونږ دوستان سلامُونه درته وائى، زمُونږ هر يو دوست ته سلام ووايه.
Jump to:
Chapter 1
All chapters:
1