bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Jude 1
Jude 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
1
دا خط دَ يهُوداه له طرفه دے چه دَ عيسىٰ مسيح غُلام اَؤ دَ يعقُوب ورور دے، اَؤ دَ هغوئ په نُوم ليکلے شى چه دَ بلنے په وسيله خُدائے پلار ته عزيز دى اَؤ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ساتلى شوى دى،
2
رحم، سلامتيا اَؤ مينه دِ په تاسو زياته وى.
3
زما دوستانو! کله چه ما تاسو ته دَ هغه خلاصُون په باب کښے دَ ليکلو زيات کوشِش کولو په څۀ کښے چه مُونږ ټول شريک يُو، نو ما دا خط ليکل زيات ضرورى وګڼلو. زَۀ غواړم چه تاسو دَ ايمان په حق کښے سخت محنت وکړئ ځکه چه دا ايمان دَ خُدائے خلقو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.
4
زَۀ دا ځکه وايم چه ځنے بے دينه خلق په مُونږ کښے په پټه راګډ شوى دى چه زمُونږ دَ خُدائے فضل ته دَ خپلو شوقُونو عُذر جوړ کړى، اَؤ زمُونږ دَ يکى يو واکمن مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى. ډير پخوا پاک کلام دَ هغوئ دَ سزا ذکر کړے وو.
5
تاسو ټول په دے ښۀ خبر يئ خو زَۀ به ئے بيا درياد کړم چه زمُونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل له مصر نه بچ کړل، خو بل ځل ئے هغه خلق تباه کړل چه ايمان ئے نۀ وو راؤړے.
6
ياد لرئ چه کُومو فرښتو چه دَ خپلے درجے خيال ونۀ ساتلو اَؤ خپل ځائے ئے پريښودلو، نو خُدائے هغوئ په آبدى زنځيرُونو اَؤ په تورتم کښے دَ قيامت دَ لوئے ورځے پورے ساتلى دى.
7
دغه شان دَ صُدوم اَؤ عموره اَؤ دَ ګيرچاپيره ښارُونو مِثال واخلئ چه دَ هغوئ خلق هم دَ هغو فرښتو په شان غير فطرى فعل اَؤ په حرامکارئ کښے پريوتل، اَؤ هغوئ ته دَ تل په اور کښے سزا ورکړے کيږى، اَؤ دا زمُونږ دَ پاره عبرت دے.
8
سره دَ دے دا خلق هم دَ خپلے خوش فهمئ په وجه خپل جِسمُونه پليتوى، دَ خُدائے اِختيار سپک ګڼى اَؤ فرښتو ته بدرد وائى.
9
ياد لرئ چه دَ ټولو نه لوئے فرښتے ميکائيل هم دغسے نۀ وو کړے، ځکه چه څۀ وخت چه هغه دَ مُوسىٰ دَ لاش په باب دَ اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت ئے دومره هِمت ونۀ کړو چه اِبليس ته په بدرد وئيلو په هغۀ اِلزام ولګوى، بلکه دا ئے ووئيل چه ”خُدائے دِ تا ملامت کړى.“
10
خو دا خلق هغه څيزُونو ته بدرد وائى کُوم چه دوئ نۀ پيژنى، اَؤ چه په کُومو څيزُونو دوئ په طبعى طور لکه دَ کم عقلو ځناورو پوهيږى، په هغے هم ځان تباه کوى.
11
اَفسوس په هغوئ! هغوئ دا قائن لار خپله کړه، اَؤ هغوئ دَ پيسو دَ خاطره دَ بلعام په شان ګُمراه شول، اَؤ هغوئ دَ فورح په شان مخالفت وکړو اَؤ دَ هغۀ په شان هلاک شول.
12
هغوئ ستاسو دَ خوراک څښاک په ميلمستياؤ کښے دَ شامليدو سره دَ مينے اَؤ دَ محبت موقعه خرابوى لکه چه داغُونه دَ څۀ څيز ښکلا خرابوى، هغوئ بے دريغه عيش کوى اَؤ خپلے ګيډے ډکوى. دا دَ بے بارانه وريځو په شان دى چه هوا په مخه کړے وى، دا دَ منى دَ مُوسم دَ ونو په شان دى چه په دواړه اړخه مړۀ دى، يعنے بے ميوے دى اَؤ دَ ويخه راويستلى شوى دى.
13
هغوئ دَ سمندر تُندے چپے دى چه شرمناک کارُونه دَ ځګُونو په شان غورزوى، هغوئ هغه ستورى دى چه بے واکه ديخوا اخوا ګرځى، اَؤ دَ دوئ دَ پاره دَ تيارے ځائے دَ تل تر تله ټاکلے شوے دے.
14
حنوک هم چه له آدم نه په اُوومه پيړئ کښے وو، دَ دوئ په باب کښے پيشن ګوئى کوى چه ”ګورئ! مالِک به دَ خپلو زرګُونو پاکانو سره راځى.
15
چه دَ ټولو اِنصاف وکړى اَؤ ټولو بے دينو له دَ سزا حُکم ورکړى، ځکه چه هغوئ دَ خپلے بے دينئ په مجبورئ ډير دَ بے دينئ کارُونه وکړل، اَؤ خُدائے بے دينه ګُناه ګارانو له هم دَ سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چه هغوئ دَ هغۀ خلاف ډير څۀ وئيلى دى.“
16
دا ګُوريدُونکى اَؤ شکايت کوُونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسے ځى، هغوئ دَ خپل ځان په حقله غټے غټے خبرے کوى اَؤ دَ خپل مقصد دَ پاره خلقو ته ښے ښے خبرے کوى.
17
خو زما دوستانو! تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ رسُولانو پيشن ګوئى ياده لرئ.
18
هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چه په آخره زمانه کښے به داسے کسان راځى چه په تاسو پورے به ټوقے کوى اَؤ دَ خپلے بے دينئ په خواهشُونو پسے به ځى.
19
دا خلق به بيلتُون راولى، نفسانى دى اَؤ رُوحُ القُدس نۀ لرى.
20
زما دوستانو! تاسو خپل ځانُونه دَ خپل غوره ايمان په بُنياد قائم کړئ اَؤ دَ رُوحُ القُدس په طاقت دُعاګانے کوئ.
21
خپل ځانُونه دَ خُدائے په مينه کښے قائم وساتئ، اَؤ دَ هغے ورځے اِنتظار کوئ چه زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح به په خپل رحم تاسو ته دَ تل ژوندُون درکړى.
22
په شکمنو کسانو باندے رحم وکړئ.
23
اَؤ ځنے دَ اور لمبو نه په نيولو بچ کړئ، اَؤ په ځنے خلقو په ويرے رحم وکړئ، اَؤ هم له هغه جامو نه نفرت کوئ چه جسمانى داغ پرے لګيدلے وى.
24
اوس هغه چه تاسو دَ غورزيدو نه بچ کولے شى اَؤ په خپل جلال کښے مو بغير دَ ملامتيا نه په خوشحالئ راوستے شى،
25
دَ يکى يو خُدائے چه دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمُونږ خلاصوُونکے دے دِ جلال، شان و شوکت، قُدرت اَؤ اِختيار له ازل نه، اوس اَؤ تل تر تله وى! آمين.
Jump to:
Chapter 1
All chapters:
1