bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Philemon 1
Philemon 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
1
دَ پولوس له طرفه چه دَ مسيح عيسىٰ له خاطره په قيد کښے دے اَؤ دَ ورور تيموتيوس له طرفه، خپل ګران اَؤ ملګرى فيليمون ته،
2
اَؤ خور افيه اَؤ خپل ملګرى اَؤ دَ مسيح سپاهى ارخيپوس اَؤ دَ فيليمون دَ کور دَ جماعت په نُوم،
3
زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح دَ طرفه دِ فضل اَؤ سلامتى تاسو ته حاصله وى.
4
زَۀ هميشه دَ خپل خُدائے شکر کوم اَؤ تا په خپلو دُعاګانو کښے يادوم،
5
ځکه چه ما ستا دَ هغه مينے اَؤ ايمان په حال آؤريدو چه تۀ ئے دَ ټولو پاکانو اَؤ عيسىٰ مسيح سره لرے،
6
دَ دے دَ پاره چه ستا دَ ايمان شراکت زمُونږ دَ هر خوئ په پيژندو کښے دَ مسيح دَ پاره اثر ولرى.
7
ځکه چه اَئے وروره! ما ته ستا په مينه ډيره خوشحالى اَؤ تسلى شوے ده ځکه چه ستا په سبب دَ پاکانو زړُونه تازه شوى دى.
8
نو اګر که زَۀ په مسيح کښے ښۀ زړه ور يم چه تا ته دِ مُناسب حُکم درکړم،
9
خو ما ته دا زياته غوره ښکارى چه زَۀ بوډا پولوس بلکه په دے وخت کښے دَ مسيح عيسىٰ له خاطره چه په قيد کښے يم،
10
دَ مينے په سبب درته دا سوال کوم چه دَ خپل زوئے اونيسيموس په حقله، څوک چه دَ قيد په حالت کښے په رُوحانى طور زما نه پيدا شو، درته دا خواست کوم.
11
اول خو هغه ستا دَ څۀ کار نۀ وو، ولے اوس ستا اَؤ زما دواړو دَ کار دے.
12
نو ما په خپله هغه، يعنے زما دَ سترګو تور، تا ته دراستولے دے.
13
هغه خو ما ځان سره پاتے کول غوښتۀ دَ دے دَ پاره چه ستا له طرفه زما خدمت وکړى، چه دَ زيرى دَ خاطره په دے قيد کښے يم.
14
خو ستا دَ مرضئ نه بغير ما هيڅ داسے کار کول ونۀ غوښتل، دَ دے دَ پاره چه ستا نيک کار دَ مجبورئ په وجه نه، بلکه دَ خوشحالئ سره وى.
15
ځکه چه کيدے شى چه اونيسيموس ستا نه دَ دے دَ پاره لږ وخت له جُدا شوے وى چه بيا تل دَ تا سره وى.
16
خو اوس ئے دَ غُلام په شان نه، بلکه دَ غُلام نه غوره، يعنے دَ يو خوږ ورور په شان چه هغه په ما ډير ګران دے، ځکه چه هغه غُلام هم اَؤ په مالِک کښے ورور هم دے، نو ځکه په تا دِ هم ډير زيات ګران وى.
17
نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼے نو دَئے داسے قبُول کړه لکه ما،
18
اَؤ که دَۀ چرے ستا څۀ نُقصان کړے وى اَؤ يا پرے ستا څۀ پور وى نو هغه ما پسے وليکه.
19
زَۀ پولوس درته دا په خپل لاس ليکم چه په خپله به ئے ادا کړم، اَؤ دَ دے وينا هيڅ جاجت نِشته چه زما چه په تا څۀ پور دے هغه هم تۀ ئے.
20
اَئے وروره! دَ مالِک دَ خاطره په ما مهربانى وکړه اَؤ په مسيح کښے دَ يو ورور په حيثيت په دے کار کښے ما خوشحاله کړه.
21
تا ته په ليکلو زما باور دے چه تۀ به زما درخواست پُوره کړے، بلکه دَ هغے نه هم زيات.
22
دَ دے نه علاوه زما دَ ايساريدو دَ پاره يوه کوټه تياره کړئ ځکه چه زما اُميد دے چه ستاسو خلقو دَ دُعاګانو په جواب کښے خُدائے به مے برى کړى اَؤ تاسو ته به مے درورسوى.
23
اِپفراس چه دَ مسيح له خاطره ما سره قيدى دے تا ته سلام وائى،
24
اَؤ مرقوس، اريسترخوس، ديماس اَؤ لُوقا هم چه په کار کښے ما سره ملګرى دى.
25
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ ستاسو ټولو سره وى.
Jump to:
Chapter 1
All chapters:
1