bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Corinthians 11
1 Corinthians 11
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 12 →
1
تاسو زما په نقش قدم شئ لکه څنګه چې زۀ د مسيح په نقش قدم روان يم.
2
زۀ ستاسو تعريف کوم ځکه چې تاسو په هره خبره کښې ما يادوئ، او څنګه چې ما تاسو ته روايتونه در وسپارل تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ.
3
خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے.
4
کوم سړے چې په پټ سر دُعا يا نبوت کوى هغه د مسيح بېعزتى کوى څوک چې د هغۀ سر دے.
5
خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بېعزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده.
6
ځکه کۀ يوه ښځه لوپټه نۀ په سره وى نو هغه دې وېښتۀ هم کټ کړى. خو کۀ د ښځې دپاره وېښتۀ کټ کول او سر خرئيل د شرم خبره وى نو لوپټه دې په سره وى.
7
نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده.
8
ځکه چې سړے د ښځې نه نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده.
9
سړے د ښځې د خاطره نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى د خاطره پېدا شوې ده.
10
نو د فرښتو د ليدو په سبب ښځې له په کار دى چې په خپل سر د اختيار نښه کېږدى.
11
خو په مالِک کښې ښځه د سړى نه غېر آزاده نۀ ده او يا سړے د ښځې نه غېر آزاد نۀ دے.
12
ځکه څنګه چې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده نو سړے هم د ښځې په وسيله پېدا شوے دے، خو ټول څيزونه د خُدائ پاک د طرفه دى.
13
تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې ښځې ته مناسب دى چې په سر توره خُدائ پاک ته دُعا وکړى؟
14
ولې فطرت تاسو ته دا نۀ ښائى چې کۀ د سړى اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغۀ بېعزتى ده؟
15
خو کۀ د ښځې اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغې ښُکلا ده، ځکه چې وېښتۀ هغې ته د پردې دپاره ورکړے شوى دى.
16
خو کۀ څوک په دې خبره بحث کوى نو نۀ دا زمونږ او نۀ د خُدائ پاک د جماعتونو دستور دے.
17
خو اوس په دې هداياتو کښې زۀ ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چې ستاسو رايوځائ کېدل د فائدې نه بلکې د نقصان باعث جوړيږى.
18
د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم.
19
ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى.
20
نو کله چې تاسو راجمع کېږئ نو دا په حقيقت کښې تاسو د عشاء ربانۍ خوړلو دپاره نۀ راجمع کېږئ.
21
ځکه چې کله د خوراک وخت راشى نو تاسو هر يو خپل خوراک کوئ، او څوک په کښې نهر او څوک نشه پاتې شى.
22
نو ولې د خوراک څښاک دپاره ستاسو خپل کورونه نشته څۀ؟ يا ولې تاسو د خُدائ پاک جماعت سپکوئ او هغوئ شرموئ چې چا سره څۀ نشته؟ زۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ ولې زۀ ستاسو تعريف وکړم؟ په دې عمل زۀ ستاسو تعريف نۀ کوم.
23
ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته،
24
او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“
25
هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“
26
نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى.
27
نو په دې وجه چې څوک په نامناسبه طريقې سره د مالِک روټۍ خورى يا د هغۀ د پيالۍ نه څښى، نو هغه به د مالِک د بدن او د وينې قصوروار وى.
28
د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى.
29
نو ځکه چې څوک په خوراک څښاک کښې د مالِک د بدن خيال ونۀ ساتى، نو هغه به په هغه خوړلو څښلو سزا بيا مومى.
30
نو په دې وجه په تاسو کښې ډېر کمزورى او بيماران دى او ځينې مړۀ شوى دى.
31
خو کۀ چرې مونږ خپله خپل ځان وآزمايو نو مونږ به د هغۀ د عدالت نه بچ شُو.
32
خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.
33
نو زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو د عشاء ربانۍ دپاره راجمع شئ نو د يو بل اِنتظار کوئ.
34
کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16