bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Corinthians 4
1 Corinthians 4
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
1
تاسو مونږ د مسيح خادِمان او د خُدائ پاک د رازونو ساتونکى وګڼئ.
2
اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى.
3
خو زما دپاره دا ډېره وړه خبره ده چې تاسو يا بل انسانى عدالت دې زما جاج واخلى، بلکې زۀ په خپله هم د ځان جاج نۀ اخلم.
4
زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بېعېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.
5
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
6
اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ.
7
تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟
8
ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو.
9
خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو.
10
مونږ د مسيح په خاطر بېوقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.
11
په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بېکوره يُو،
12
او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،
13
څوک چې مونږ بدناموى، هغوئ ته په مينې سره خواست کوُو. مونږ تر ننه پورې د دُنيا د ډيران او د ګند په شان پاتې شوى يُو.
14
زۀ دا خبرې ستاسو د شرمولو دپاره نۀ ليکم بلکې تاسو ته د خپلو خوږو بچو په شان نصيحت کوم.
15
ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بېشمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم.
16
نو زۀ تاسو ته زارى کوم چې زما په نقش قدم شئ.
17
په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم.
18
خو تاسو کښې ځينې داسې مغروره شول چې زۀ ګنې تاسو ته درتلے نۀ شم.
19
خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم.
20
ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهت په تشو خبرو نه، بلکې د هغۀ په قدرت ولاړ دے.
21
نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16