bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Samuel 1
2 Samuel 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 2 →
1
د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو.
2
په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.
3
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د بنى اِسرائيلو د کېمپ نه راتښتېدلے يم.“
4
داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“
5
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“
6
هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل.
7
بيا هغه راوګرځېدو او زۀ يې وليدم او را وې غوښتم. ما ورته ووئيل چې زۀ حاضر يم.
8
هغۀ زما نه تپوس وکړو چې تۀ څوک يې، نو ما ورته ووئيل چې زۀ د عماليقى قبيلې يم.
9
بيا هغۀ ووئيل چې دلته راشه او ما ووژنه. ځکه چې زما ځنکدن دے خو زۀ تر اوسه پورې ژوندے يم.
10
نو زۀ هغۀ له ورغلم او ومې وژلو، ځکه چې ما ته پته وه چې څنګه وغورزيږى نو هغه به مړ شى. بيا ما د هغۀ د سر نه تاج او د هغۀ د لاس نه بنګړے واخستلو او صاحِبه، تا له مې راوړل.“
11
داؤد د غم نه خپلې جامې وشلولې او د هغۀ ټولو سړو هم دغه شان وکړل.
12
هغوئ په غم غمژن شول او تر ماښامه پورې يې د ساؤل، يونتن او بنى اِسرائيلو دپاره روژه ونيوله کوم چې د مالِک خُدائ د لښکر خلق وُو، ځکه چې دا خلق په جنګ کښې مړۀ شوى وُو.
13
داؤد د هغه زلمى نه تپوس وکړو کوم چې هغۀ له دا خبر راوړے وو چې، ”تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو عماليقے مسافر يم، خو زۀ ستا په مُلک کښې اوسېږم.“
14
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا دا جرأت څنګه وکړو چې د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه دې ووژلو؟“
15
بيا داؤد خپل يو سړے راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”هغه ووژنه.“ نو هغه سړى عماليقے ووهلو او هغه په ټکى مړ شو،
16
او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“
17
داؤد د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن دپاره دا د غم سندره ووئيله،
18
او حُکم يې وکړو چې دا د يهوداه خلقو ته وښودلے شى. هغۀ په دې باندې د ليندې سندرې نوم کېښودو، دا د ياشر په کِتاب کښې ليکلے شوې ده:
19
”په غرونو باندې د بنى اِسرائيلو عزتمند خلق مړۀ شوى دى. زمونږ تکړه فوجيان غورزېدلى دى.
20
په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه.
21
د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بېعزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے.
22
د يونتن لينده د مرګ وه، د ساؤل تُوره بېرحمه وه، طاقتور يې غورزول او دشمن يې وژلو.
23
ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.
24
د بنى اِسرائيل ښځې د ساؤل دپاره د غم ژړا کوى. هغۀ تا ته سرې ښې جامې درواغوستلې او په کالو او سرو زرو يې ښائسته کړې.
25
تکړه فوجيان غورزېدلى دى، هغوئ په جنګ کښې وژلے شوى دى. يونتن په غرونو کښې مړ پروت دے.
26
زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه.
27
تکړه فوجيان غورزېدلى دى، د هغوئ وسلې تباه شوې دى.“
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24