bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Samuel 10
2 Samuel 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 11 →
1
څۀ موده وروستو د عمون بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه شو.
2
داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل،
3
د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې داؤد ستا د پلار درناوے کوى چې هغۀ دا کسان د همدردۍ دپاره درلېږلى دى؟ بلکل نه، هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې ښار ولټوى او په مونږ باندې فتح حاصله کړى.“
4
حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او يو طرف ته ږيرې يې ورله وخرئيلې، جامې يې ورله وشلولې چې د نوم نه لاندې بربنډ شى او هغوئ يې واپس ولېږل.
5
هغوئ چې کورونو ته راواپس شول نو ډېر زيات شرمېدل. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ خبر ورولېږلو چې هغوئ دې تر هغې پورې په يريحو کښې ايسار شى چې ږيرې يې بيا راوخېژى.
6
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
7
داؤد د دې نه خبر شو او يوآب يې د ټول لښکر سره د هغوئ خِلاف ولېږلو.
8
عمونيان روان شول او د ربه په دروازه کښې يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل، کوم چې د هغوئ مرکزى ښار وو، خو هغه نورو يعنې شاميانو او د طوب او معکه سړو په مېدان کښې د جنګ تيارے وکړو.
9
يوآب چې وليدل چې د دشمن لښکر به د مخکښې او شا طرف نه حمله کوى، نو هغۀ ښۀ ښۀ بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او شاميانو ته مخامخ يې په صفونو کښې ودرول.
10
هغۀ پاتې لښکر د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې ودرولو، چا چې هغوئ عمونيانو ته مخامخ په صفونو کښې ودرول.
11
يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو زما مدد له راشه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به ستا مدد له درشم.
12
تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او مالِک خُدائ به هغه څۀ کوى چې د هغۀ په نظر کښې صحيح وى.“
13
يوآب او د هغۀ سړى د حملې دپاره رامخکښې شول او شاميان وتښتېدل.
14
کله چې عمونيانو وليدل چې شاميان تښتى، نو هغوئ د ابيشى نه وتښتېدل او ښار ته راواپس شول. بيا يوآب د عمونيانو نه راواپس شو او يروشلم ته لاړو.
15
شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ خپل ټول لښکر راغونډ کړو.
16
هددعزر بادشاه شاميان راوغوښتل چې هغوئ د فرات سيند نمرخاتۀ طرف ته وُو او هغوئ حلام ته د سوباب د مشرۍ لاندې راغلل. سوباب د ضوباه د هددعزر بادشاه د لښکر مشر وو.
17
کله چې داؤد د دې نه خبر شو، نو هغۀ د بنى اِسرائيلو ټول فوجيان راغونډ کړل، د اُردن سيند نه پورې وتل او حلام ته روان شول، هلته شاميانو هغۀ ته مخامخ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړى وُو او جنګ شروع شو،
18
بنى اِسرائيلو شاميانو له بيا شکست ورکړو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ سوه د جنګى ګاډو والا او څلوېښت زره فوجيان ووژل او هغوئ د دشمن مشر سوباب زخمى کړو، چې بيا د جنګ په مېدان کښې مړ شو.
19
چې د هددعزر اختيار لاندې بادشاهانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ ورسره صُلح وکړه او د هغوئ ماتحت شول. او شاميان د عمونيانو سره د نورې ملګرتيا کولو نه يرېدل.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24