bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezra 1
Ezra 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 2 →
1
په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى:
2
”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.
3
هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.
4
ژوندى پاتې شوى خلق چې چرته هم اوسيږى، نو خپل ګاونډيان به ورله په مدد کښې دا څيزونه ورکړى لکه چې سپين زر، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ ځناور او داسې نذرانې هم چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک په کور کښې پېش کړے شى.“
5
بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل.
6
د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.
7
خورس بادشاه هغوئ له هغه جامونه او پيالۍ واپس ورکړې چې کومې نبوکدنضر بادشاه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه اوړې وې او د خپلو بُتانو په کور کښې يې اېښې وې.
8
د فارس بادشاه خورس دا د شاهى خزانې مشر مِتردات ته حواله کړل، مِتردات د دې نه يو فهرست جوړ کړو او د يهوداه مشر شيسبضر له ورکړو،
9
د هغه څيزونو شمېر دا وو: د سرو زرو دېرش جامونه، د سپينو زرو يو زر جامونه، يو کم دېرش نور ښانکونه، دېرش د سرو زرو واړۀ جامونه، څلور سوه او لس د سپينو زرو واړۀ جامونه او يو زر نور لوښى.
11
هلته ټول پينځۀ زره او څلور سوه د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وُو او هغه نور سامان وو کوم چې شيسبضر په هغه وخت کښې د ځان سره وړے وو چې کله هغه او نور جلاوطن شوى کسان د بابل نه يروشلم ته تلل.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10