bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezra 6
Ezra 6
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 7 →
1
نو داريوس بادشاه حُکم جارى کړو چې د بابل هغه شاهى تاريخ دې ولټولے شى کوم چې په خزانه کښې ساتلے شوے وو.
2
خو د مادى صُوبې په اکبتانا ښار کښې يو طومار پېدا شو، چې دا ليکل په کښې شوى وُو،
3
”د خپلې بادشاهۍ په وړومبى کال خورس بادشاه حُکم وکړو چې په يروشلم کښې دې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړے شى چې هغه يو داسې ځائ وى چرته به چې قربانۍ کيږى او نذرانې به سوزولے شى. د خُدائ پاک کور به تقريباً دېرش ګزه اوچت او دېرش ګزه پلن جوړولے شى.
4
دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولے شوى وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى.
5
نبوکدنضر بادشاه چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه کوم د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بابل ته اوړى وُو نو هغه به هم د خُدائ پاک کور يعنې خپل صحيح ځائ ته راواپس کولے شى کوم چې په يروشلم کښې دے.“
6
نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ
7
او د دې په جوړېدو کښې کار مۀ ساتئ. د يهوداه حکمران او يهودى مشران پرېږدئ چې هغوئ د خُدائ پاک کور هلته جوړ کړى چرته چې مخکښې ولاړ وو.
8
او دې سره زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د يهوداه د مشرانو مدد وکړئ چې دا بيا جوړ کړى. هغوئ له به د پوره خرچې دپاره د شاهى خزانې پېسې ورکولے شى چې د نمرپرېواتۀ طرف ته د فرات د محصُول نه اخستے شى، د دې دپاره چې کار ايسار نۀ شى.
9
بغېر د څۀ کمى نه، هره ورځ تاسو به په يروشلم کښې اِمامانو له هغه هر څۀ ورکوئ چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وى، چې هغه سخى، ګډې، يا ګډُورى وى، چې د آسمان خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه سوزولے شى، يا چې هغه غنم، مالګه، مے، يا د زيتُونو تېل وى.
10
نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.
11
زۀ بل دا حُکم کوم کۀ څوک هم دا حُکم ونۀ منى، نو د هغۀ کور نه به د لرګى تير راوويستلے شى، د هغې يو سر دې تېرۀ کړے شى او په هغې دې ووژلے شى. او د هغۀ کور دې د ډېران يو ډېرے جوړ کړے شى.
12
هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“
13
بيا تتنى حکمران، شتربوزنى او د هغوئ آفسرانو هم هغه شان وکړل چې څنګه داريوس بادشاه حُکم کړے وو.
14
يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو.
15
هغوئ د خُدائ پاک کور د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په درېمه ورځ سر ته ورسولو.
16
بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.
17
د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو.
18
هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.
19
کوم خلق چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو نو هغوئ په ورپسې کال د اولې مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسحې اختر وکړو.
20
ټولو اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه پاک کړى وُو او د پاکېدو رسم يې ادا کړے وو. ليويانو د فسحې د اختر د قربانۍ دپاره د ټولو راواپس شوو خلقو، د اِمامانو او د خپلو ځانونو دپاره څاروى حلال کړى وُو.
21
دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښى وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.
22
هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10