bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Revelation 20
Revelation 20
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 21 →
1
بيا ما يوه فرښته له آسمان نه په راکوزېدو وليدله چې ورسره د عالِم ارواح کُنجى او په لاس کښې يې لوئ زنځير وو.
2
او هغه اژدها چې زوړ ښامار دے، هغه يې ونيوو، اِبليس يعنې شېطان، او تر زرو کالو پورې يې وتړلو.
3
فرښتې هغه عالِم ارواح ته وغورزولو، بند يې کړو او مهر يې پرې ولګولو، د دې دپاره چې هغه بيا تر هغې قومونه دوکه نۀ کړى ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وى. د هغې نه پس به هغه بيا د لږ وخت دپاره آزاد کړے شى.
4
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.
5
باقى مړى تر هغې ژوندى نۀ کړے شول ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وُو. دا اولنے قيامت دے.
6
بختور او قُدوس هغه دے چې په دې اولنى قيامت کښې شريک دے. ځکه چې په داسې خلقو د دوېم مرګ اختيار نۀ وى بلکې هغوئ به د خُدائ پاک او د مسيح اِمامان وى او د هغۀ سره به تر زرو کالو پورې بادشاهى کوى.
7
هر کله چې زر کاله پوره شى نو شېطان به د قېد خانې نه را آزاد شى.
8
او هغه به راشى او په څلور ګوټه دُنيا کښې به قومونه دوکه کړى، يعنې جوج او ماجوج، او جنګ ته به يې راجمع کړى چې د سمندر د شګو په شان بېشمېره دى.
9
نو هغوئ په ټوله دُنيا راخوارۀ شول او د خُدائ پاک د مقدسينو دېره او د هغۀ محبوب ښار يې راګېر کړو، خو د آسمان نه اور پرې نازل شو او هغوئ يې تباه کړل.
10
او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.
11
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.
12
بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.
13
سمندر خپل مړى چې په کښې وُو، ورکړل بيا مرګ او عالمِ ارواح خپل مړى ورکړل چې په کښې وُو او د ټولو عدالت د هر چا د خپل عمل په مطابق وشو.
14
بيا مرګ او عالمِ ارواح د اور درياب ته وغورزولے شول، د اور درياب دوېم مرګ دے.
15
خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22