bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Revelation 8
Revelation 8
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 9 →
1
کله چې ګډُورى اوؤم مُهر کولاو کړو نو تقريباً تر نيمې ګينټې پورې په آسمان کښې خاموشى وه.
2
بيا ما هغه اووۀ فرښتې وليدلې چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړې وې، او هغوئ ته اووۀ بيګلونه ورکړے شول.
3
بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربانګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربانګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى.
4
او د فرښتې د لاس نه د خوشبويۍ د سوزولو لوګے د مقدسينو د دُعا سره پاس خُدائ پاک ته ورسېدو.
5
بيا فرښتې مجمر راواخستو، د قربانګاه د اور نه يې ډک کړو او په زمکه يې راګزار کړو، نو بيا د تندر ګړزار، برېښنا او زلزله راغله.
6
بيا هغه اووۀ فرښتې چې ورسره اووۀ بيګلونه وُو، غږولو ته تيارې وې.
7
وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.
8
بيا کله چې دوېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو لکه يو لوئ غر چې اور پرې بل وى، سمندر ته وغورزولے شو او د سمندر درېمه حِصه وينه شوه،
9
او په دې باندې د سمندر درېمه حِصه ژوندى مخلوقات مړۀ شول او د سمندرى جهازونو دريمه حِصه په اوبو کښې ډوب شول.
10
نو بيا درېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو يو لوئ ستورے له آسمان نه راوغورزېدو چې د مشعل په شان بلېدو او دا د سيندونو او چينو په درېمه حِصه ورپرېوتو.
11
د ستورى نوم ګنډير وو. او د اوبو درېمه حِصه د ګنډير په شان ترخه شوه او ډېر زيات خلق د دې ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول.
12
بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه.
13
بيا ما وليدل چې يو باز په آسمان کښې بره والوتو او په اوچت آواز يې دا نعرې وهلې چې، ”افسوس، افسوس، افسوس، د زمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې هغه درې نورې پاتې فرښتې به هم اوس خپل بيګل غږوى.“
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22