bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Song of Solomon 3
Song of Solomon 3
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 4 →
1
ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه، د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه، خو هغه رانۀ غلونه.
2
خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل، زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه، د هغه چا پسې به په چوکونو او سړکونو کښې وګرځېږمه چا سره چې زۀ مينه کومه. نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه خو پېدا مې نۀ کړونه.
3
چوکيدارانو زۀ ودرولمه، کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل. ما د هغوئ نه تپوس وکړلو، ”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه چا سره چې زۀ مينه کومه؟“
4
نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه ما خپل جانان پېدا کړونه. هغه مې راټينګ کړونه او تلو ته مې پرې نۀ ښودلونه او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور په ګېډه شوې ومه.
5
اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه، ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.
6
چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
7
دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه، چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان په پرګله کښې راروان دينه، د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.
8
هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه، او په جنګ کښې هم ماهر دينه، هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده، او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د حفاظت کولو جوګه هم دينه.
9
سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.
10
د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه، او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه، او د هغې بالښتونه کاسنى دينه. هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه.
11
اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه، او سليمان بادشاه وګورئينه هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه، ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8