bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Song of Solomon 6
Song of Solomon 6
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 7 →
1
ستا جانان چرته لاړونه، په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟ ستا جانان چرته تلے دېنه؟ چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟
2
زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه، خپل د خوشبويانو کټ ته، چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه، او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.
3
جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
4
زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه. آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.
5
سترګې دې ما نه واړوه، ځکه چې زۀ يې بېوسه کړے يمه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
6
ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه، چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه، او تازه لمبولے شوے وينه. هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه، يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.
7
ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.
8
په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې او په بېشمېره پېغلو کښې،
9
خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه، زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه، او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه. پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه، تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې د هغې د صِفت سندرې وائينه.
10
”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه، لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“
11
زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه، د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه
12
زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه، او د عشق نه رپېدمه لکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمه
13
واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې. واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه. تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8