bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Acts 23
Acts 23
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 24 →
1
پولوس په ځیر سره د شورا غړو ته وکتل او ویې ویل: «ای ورونو! ما تر نن ورځې پورې په پاک وجدان سره د خدای په حضور کې ژوند تېر کړی دی.»
2
په دې خبره لوی کاهن حنانیا هغو خلکو ته چې د پولوس په خوا کې ولاړ وو، امر وکړ چې په خوله یې ووهئ.
3
بیا پولوس هغه ته وویل: «خدای به دې ووهي، ای په چونه باندې سپین شوی دېواله. ته ناست یې چې د شریعت له مخې زما په هکله قضاوت وکړې، خو اوس د شریعت خلاف امر کوې چې ما ووهي.»
4
نو هغو خلکو چې د پولوس په خوا کې ولاړ وو، وویل: «ته د خدای لوی کاهن ته سپکاوی کوې؟»
5
پولوس ځواب ورکړ: «ای ورونو، زه نه پوهېدم چې هغه لوی کاهن دی. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: چې د خپل قوم مشر ته بدې خبرې مه کوئ.»
6
کله چې پولوس پوه شو چې د شورا ځینې غړي صدوقیان او ځینې یې فریسیان دي، نو په لوړ اواز یې وویل: «ای ورونو! زه فریسي یم او پلار مې هم فریسي ؤ. زه په دې خاطر محاکمه کېږم چې په دې هیله یم چې مړي به بیا راژوندي کیږي.»
7
څنګه چې هغه دا خبره وکړه، نو د فریسیانو او صدوقیانو ترمنځ مخالفت پیدا شو او غونډه په دوو ډلو ووېشل شوه.
8
(ځکه چې صدوقیان د قیامت د ورځې، فرښتو او پېریانو څخه منکر دي، خو فریسیان دا ټول مني.)
9
په غونډه کې ډېر شورماشور او غوغا پیدا شوه او د فریسیانو د ډلې څخه د شریعت یو څو عالمان راپاڅېدل او په کلکه یې وویل: «مونږ په دې سړي کې هېڅ غلطي نه وینو. کېدای شي چې کوم روح یا فرښتې ورسره خبرې کړې وي.»
10
دا مخالفت دومره سخت شو چې قوماندان ووېرېده چې هسې نه هغوی پولوس ټوټې ټوټې کړي، نو عسکرو ته یې امر وکړ چې غونډې ته ورننوځي او پولوس په زوره د هغوی له منځ نه راوباسي او نظامي قلعه ته یې بوځي.
11
په هماغه شپه څښتن د پولوس په خوا کې ودرېده او ویې ویل: «زړور اوسه! لکه څنګه چې تا په اورشلیم کې زما په هکله شاهدي ورکړه، نو په روم کې هم باید شاهدي ورکړې.»
12
کله چې ورځ شوه، نو ځینې یهودیان سره راټول شول او یوه دسیسه یې جوړه کړه او قسم یې وخوړ چې ترڅو پورې مو پولوس نه وي وژلی، نو نه به څه خورو او نه به څه څښو.
13
کومو خلکو چې دا دسیسه جوړه کړې وه، شمېر یې د څلوېښتو تنو څخه زیات ؤ.
14
بیا هغوی مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ته ورغلل او ویې ویل: «مونږ قسم خوړلی دی تر هغې پورې چې پولوس مو نه وي وژلی، نو مونږ به هېڅ شی ونه خورو.
15
نو اوس تاسو او د شورا غړي په دې بهانه چې غواړئ د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړئ، د قوماندان څخه وغواړئ چې پولوس تاسو ته راولي. مونږ دې ته تیار یو چې دلته د رارسېدلو څخه مخکې هغه مړ کړو.»
16
خو د پولوس د خور زوی د دې دسیسې څخه خبر شو او نظامي قلعه ته لاړ او پولوس یې خبر کړ.
17
بیا پولوس یو منصبدار راوغوښت او ورته ویې ویل: «دا ځوان سړی قوماندان ته بوځه، ځکه هغه غواړي چې قوماندان ته کوم څه ووایي.»
18
نو منصبدار هغه ځوان سړی قوماندان ته بوته او ورته ویې ویل: «زنداني شوي پولوس زه راوغوښتلم او زما څخه یې وغوښتل چې دا ځوان تاسو ته راولم، ځکه چې هغه غواړي تاسو ته څه ووایي.»
19
قوماندان هغه له لاسه ونیو او یو ګوښه ځای ته یې بوته او پوښتنه یې ترې وکړه: «ته څه غواړې چې ماته یې ووایې؟»
20
هغه وویل: «ځینو یهودیانو دسیسه جوړه کړې چې ستاسو څخه وغواړي چې پولوس سبا شورا ته بوځئ. هغوی به داسې یوه بهانه وکړي چې غواړي د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړي.
21
خو د هغوی خبرو ته غوږ مه نیسه، ځکه چې تر څلوېښتو زیات کسان هغه ته په کمین کې ناست دي او قسم یې خوړلی، ترڅو پورې یې چې پولوس مړ کړی نه وي، نو هغوی به نه څه خوري او نه به څه څښي. هغوی همدا اوس دې کار ته تیار دي او ستا ځواب ته انتظار وباسي.»
22
نو قوماندان هغه ځوان رخصت کړ او هغه ته یې حکم وکړ: «څه چې دې ماته وویل هغه هېچا ته ونه وایې.»
23
بیا قوماندان خپل دوه تنه منصبداران راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «دوه سوه پیاده او اویا تنه سپاره عسکر او دوه سوه نېزه لرونکي تیار کړئ چې نن شپه نهه بجې قیصریې ته لاړ شي.
24
د پولوس دپاره هم یو څو اسونه تیار کړئ چې ورباندې سپور شي او روغ رمټ یې فیلیکس والي ته ورسوئ.»
25
بیا قوماندان هغه ته یو لیک ولیکه چې په کې داسې لیکل شوي وو:
26
«د کلودیوس لیسیاس له خوا دې ښاغلي فیلیکس والي ته سلام وي.
27
دا سړی یهودیانو نیولی ؤ او نژدې ؤ چې وژلی یې وای. خو کله چې زه خبر شوم هغه یو رومي دی، نو د خپلو عسکرو سره ورغلم او هغه مې ترې خلاص کړ.
28
ما غوښتل په دې پوه شم چې هغوی پرې ولې تور لګولی دی، نو هغه مې د هغوی شورا ته بوته.
29
زه پوه شوم چې هغه داسې کار نه دی کړی چې د مرګ لایق وي او یا دې په زندان کې واچول شي. کوم تور چې په هغه باندې لګېدلی دی هغه د هغوی د خپل شریعت پورې تړلې خبرې وې.
30
خو کله چې زه خبر شوم چې د هغه د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوې ده، نو سمدلاسه مې پرېکړه وکړه چې تاسو ته یې درولېږم او د هغه مدعیانو ته مې امر وکړ چې خپله دعوه دې تاسو ته وړاندې کړي.»
31
نو عسکرو د حکم سره سم په هماغه شپه پولوس د انتیپاتریس ښار ته بوته.
32
په بله ورځ پیاده عسکر بېرته خپلې نظامي قلعه ته راستانه شول او سپاره عسکر یې پرېښودل چې د پولوس سره لاړ شي.
33
کله چې هغوی قیصریې ته ورسېدل، نو هغه لیک یې والي ته ورساوه او پولوس یې ورته وروسپاره.
34
والي لیک ولوست او د پولوس څخه یې پوښتنه وکړه چې د کوم ولایت څخه دی. کله چې پوه شو چې هغه د قیلیقیې څخه دی،
35
نو والي ورته وویل: «زه به هغه وخت ستا دعوه واورم چې کله ستا مدعیان راورسیږي.» بیا هغه امر وکړ چې پولوس دې د هیرودیس په ماڼۍ کې وساتل شي.
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28