bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Acts 6
Acts 6
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 7 →
1
په هغو ورځو کې چې د عیسی د پیروانو شمېر زیاتېده، نو یوناني ژبو یهودیانو د عبراني ژبو یهودیانو څخه شکایت وکړ چې د ورځني خوراک د وېشلو په وخت کې یوناني ژبو یهودي کونډو ښځو ته خپله برخه نه ورکول کیږي.
2
نو هغو دولسو رسولانو ټول ایمانداران راوغوښتل او ویې ویل: «دا زمونږ دپاره مناسبه نه ده چې نورو ته د خوړو د رسولو په خاطر خلکو ته د خدای د پیغام رسول پرېږدو.
3
نو ای خویندو او ورونو! د خپل منځ څخه اووه تنه چې نېک نامه او د روح القدس څخه ډک او د حکمت لرونکي خلک وي غوره کړئ، ترڅو د دې کارونو مسوولیت د هغوی په غاړه واچوو.
4
خو مونږ به خپل وخت په دعا کولو او د خدای د کلام په وعظ او تعلیم ورکولو تېروو.»
5
د رسولانو دا نظر د ټولو خوښ شو، نو هغوی استیفان چې ډېر ایمانداره سړی ؤ او د روح القدس څخه ډک ؤ او فیلیپوس، پروکروس، نیکانور، تیمون، پرمیناس او نیکولاوس چې یهودي شوی ؤ او د سوریې د انطاکیې څخه ؤ، غوره کړل.
6
هغوی دا کسان رسولانو ته وروپېژندل او رسولانو د هغوی په سرونو باندې خپل لاسونه کېښودل او د هغوی دپاره یې دعا وکړه.
7
نو د خدای کلام په پرله پسې توګه خپرېده او په اورشلیم کې د ایماندارانو شمېر زیاتېده او ډېرو کاهنانو هم ایمان راوړ.
8
استیفان چې د خدای د فضل او قدرت څخه ډک ؤ، د خلکو په منځ کې به یې ډېر حیرانوونکي کارونه کول او معجزې به یې ښودلې.
9
خو ځینې خلک چې د ازادو خلکو په نوم د کنیسې غړي وو چې د قیروان او سکندریې د ښارونو او نور خلک چې د قیلیقیې او اسیا د ولایتونو څخه وو، راپورته شول او د استیفان سره یې بحث پیل کړ.
10
خو استیفان داسې په حکمت او د روح القدس په قدرت سره خبرې کولې چې هغوی نه شو کولای د هغه په وړاندې ودریږي.
11
نو هغوی ځینې خلک ولمسول چې ووایي: «مونږ واورېدل چې استیفان د موسی او خدای په ضد کفر ویل.»
12
نو په دې ډول هغوی خلک، مشران او د شریعت عالمان راوپارول او استیفان یې ونیوه او شورا ته یې راوست.
13
بیا هغوی څو تنه د دروغو شاهدان راوستل او دې شاهدانو وویل: «دا سړی تل د دې سپېڅلي کور او د موسی د شریعت په خلاف خبرې کوي.
14
مونږ د هغه څخه واورېدل چې ویل یې: ‹ناصري عیسی به دا د خدای کور وران کړي او کوم دودونه او دستورونه چې موسی مونږ ته راکړي دي هغه به بدل کړي.›»
15
نو په شورا کې چې کوم خلک ناست وو هغوی ټولو په ځیر سره استیفان ته کتل او ویې لیدل چې د هغه مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېده.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28