bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Ephesians 2
Ephesians 2
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 3 →
1
تاسو یو وخت د خپلې سرغړونې او ګناهونو له امله مړه وئ،
2
او د دې دنیا په کږو لارو باندې روان وئ او د فضا د روحاني قدرتونو د واکمن یعنې د هماغه روح څخه مو پیروي کوله چې اوس په نافرمانو خلکو کې کار کوي.
3
یو وخت مونږ هم لکه د هغوی په شان د خپلو جسماني غوښتنو له مخې ژوند تېراوه او خپلې نفساني او فکري غوښتنې مو پوره کولې. مونږ هم لکه د نورو انسانانو په شان په طبیعي توګه د خدای د غضب لایق وو.
4
خو خدای چې په رحم غني دی زمونږ سره یې ډېره مینه وکړه،
5
حتی کله چې مونږ د خپلو سرغړونو له امله مړه شوي وو، هغه مونږ د مسیح سره یوځای د مړو نه راپورته کړو، نو د هغه د فضل په وسیله تاسو خلاصون وموند.
6
خدای مونږ د عیسی مسیح سره په یووالي کې هم په روحاني توګه د مړو نه راپورته کړو او مونږ یې د هغه سره په اسماني ځایونو کې کښېنولو.
7
هغه داسې وکړ، ترڅو په راتلونکو زمانو کې د خپل فضل لویه او بې حده شتمني د خپلې مهربانۍ له مخې په عیسی مسیح کې مونږ ته ښکاره کړي.
8
ځکه چې تاسو د خدای د فضل په سبب او ایمان له لارې خلاصون موندلی دی او دا ستاسو خپل کار نه دی بلکې دا د خدای یو نعمت دی.
9
خلاصون ستاسو د کار نتیجه نه ده، نو هېڅوک ویاړ نه شې کولای.
10
ځکه چې مونږ د هغه په لاس جوړ شوي یو او په عیسی مسیح کې د نېکو کارونو دپاره پیدا شوي یو چې خدای د مخکې نه زمونږ دپاره تیار کړي وو، ترڅو سرته یې ورسوو.
11
نو له دې امله یاد ساتئ چې یو وخت تاسو غیریهودیان د سنت شویو په نظر کې چې دا خپله یو جسماني عمل دی او د انسان په وسیله سرته رسیږي، ناسنت شوي ګڼل کېدلئ.
12
یاد ساتئ چې تاسو په هغه زمانه کې د مسیح نه بېل وئ او د اسراییلو په قوم کې شامل نه وئ او تاسو د خدای د هغو لوظونو نه بې برخې وئ چې د هغې وعدې له مخي شوي وو چې خدای د خپلو خلکو سره کړې وه. تاسو په دې دنیا کې نا امیده او د خدای نه لرې ژوند کاوه.
13
خو اوس تاسو په عیسی مسیح کې چې یو وخت د خدای نه لېرې وئ د هغه د وینې په وسیله هغه ته نژدې شوي یئ.
14
ځکه چې مسیح زمونږ سوله او سلامتي ده او هغه دوه ډلې سره یو کړلې او د خپل بدن په وسیله یې د دښمنۍ هغه دېوال وران کړ چې هغوی یې سره بېل کړي وو.
15
هغه شریعت د هغه د حکمونو او مقرراتو سره منسوخ کړ، ترڅو په خپل بدن کې د دې دوه ډلو نه یو نوی قوم جوړ کړي او سوله او سلامتي راولي.
16
مسیح په صلیب باندې د خپل مرګ په وسیله دواړه ډلې په یو بدن کې د خدای سره پخلا کړې، ترڅو د یهودیانو او غیریهودیانو دښمني له منځه یوسي.
17
هغه راغی ترڅو د سولې او سلامتۍ زېری تاسو ته چې د خدای نه لېرې وئ او هغوی ته چې خدای ته نژدې وو، اعلان کړي.
18
ځکه چې مونږ دواړه د مسیح په وسیله په یو روح القدس کې پلار خدای خواته ورنژدې کېږو.
19
نو نور تاسو پردي او مسافر نه یئ بلکې د خدای د خلکو وطنداران او د خدای د کورنۍ غړي یئ.
20
تاسو د رسولانو او پیغمبرانو په بنیاد جوړ شوي یئ چې عیسی مسیح په خپله د هغه بنیاد اصلي تیږه ده.
21
په هغه کې د ودانۍ ټولې برخې سره یوځای کیږي او په څښتن کې ترې یو سپېڅلی کور جوړیږي او وده کوي.
22
نو ستاسو نه هم په هغه کې د نورو سره یو کور جوړیږي چې خدای د خپل روح په وسیله په هغه کې اوسیږي.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6