bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Ephesians 3
Ephesians 3
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 4 →
1
په همدې دلیل زه پولوس چې ستاسو غیریهودیانو او د عیسی مسیح په خاطر بندي یم، تاسو دپاره دعا کوم.
2
تاسو به خامخا اورېدلي وي چې خدای د خپل فضل له مخې ماته دا وظیفه راکړې ده چې ستاسو دپاره یې سرته ورسوم.
3
لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکې په لنډه توګه ولیکل، دا پټ راز خدای په خپله د الهام په وسیله ماته ښکاره کړ.
4
ما چې تاسو ته څه لیکلي دي، که چېرې تاسو هغه ولولئ، نو پوه به شئ چې زه د مسیح د پټ راز څخه خبر یم.
5
دا راز په پخوا زمانو کې انسانانو ته داسې نه ؤ ښکاره شوی لکه څنګه چې اوس د روح القدس په وسیله د خدای سپېڅلو رسولانو او پیغمبرانو ته ښکاره شوی دی.
6
هغه راز دا دی چې غیریهودیان د زېري په وسیله د یهودیانو سره په میراث کې شریک دي، دواړه د یو بدن غړي او په هغې وعدې کې شریک دي چې خدای په عیسی مسیح کې زمونږ سره کړې ده.
7
زه د خدای د فضل د نعمت په وسیله چې ماته یې د خپل قدرت په کارولو سره راکړی دی، د زېري خدمتګار شوم.
8
که څه هم زه د خدای په ټولو خلکو کې کوچنی یم، خو دا فضل یې په ما کړی دی چې زه غیریهودیانو ته د مسیح د بې حده شتمنۍ زېری ورکړم
9
او هغه پټه نقشه ټولو خلکو ته ښکاره کړم چې خدای د ټولو شیانو خالق دا راز د ازل نه پټ ساتلی ؤ.
10
د خدای مقصد دا ؤ چې اوس د خپل حکمت مختلف اړخونه د کلیسا په وسیله حاکمانو او د واک خاوندانو ته په اسماني ځایونو کې ښکاره کړي.
11
د دې پټ راز ښکاره کول هغه ابدي مقصد ؤ چې خدای زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله عملي کړ.
12
نو مونږ په مسیح کې او په هغه باندې د ایمان په وسیله په زړورتیا او باور سره کولای شو چې د خدای حضور ته ورشو.
13
نو زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما د کړاوونو په خاطر چې ستاسو دپاره یې تېروم مه بې زړه کېږئ، ځکه چې دا ستاسو د سرلوړۍ سبب کیږي.
14
په همدې دلیل زه د پلار په مخکې په ګونډو کېږم،
15
د هغه چا په مخکې چې هره کورنۍ په اسمان او ځمکه کې خپل نوم د هغه څخه اخلي.
16
زه دعا کوم چې هغه تاسو ته د خپل لوی جلال له مخې هغه قوت درکړي چې تاسو په خپل باطن کې د هغه د روح په وسیله قوي شئ.
17
همدارنګه زه دعا کوم چې ستاسو د ایمان په وسیله مسیح ستاسو په زړونو کې واوسیږي. زه دعا کوم چې د خدای مینه په تاسو کې ریښې وځغلوي او د مینې په بنیاد ودان شئ،
18
ترڅو تاسو د خدای د ټولو خلکو سره یوځای دا توان ولرئ چې په دې پوه شئ چې د مسیح مینه څومره پراخه، اوږده، اوچته او ژوره ده
19
ترڅو د مسیح هغه مینه وپېژنئ چې د پوهې نه لوړه ده او تاسو په پوره توګه د خدای د کامل فطرت او خوی نه ډک شئ.
20
جلال دې وي هغه چاته چې په خپل قدرت سره کولای شي د هغه څه نه چې مونږ ډېر زیات غواړو او ګومان یې کوو په مونږ کې زیات کار کوي.
21
هغه ته دې په کلیسا او په عیسی مسیح کې تل ترتله په ټولو نسلونو کې جلال وي. امین.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6