bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Titus 2
Titus 2
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
1
خو ته هغه تعلیم ورکوه چې د سمې عقیدې له مخې وي.
2
سپین ږیرو ته ووایه چې هغوی دې هوښیار او عزتمن وي، په خپلو نفسونو باندې واک ولري، په ایمان، مینه، صبر او زغم کې ټینګ اوسي.
3
همدارنګه سپین سرو ته ووایه چې په خپل چال چلند کې سپېڅلې اوسي، غیبت دې نه کوي او ډېر شراب دې نه څښي او نورو ته دې د نېکۍ کولو تعلیم ورکوي،
4
ترڅو دوی وکولای شي هغو ځوانو ښځو ته داسې روزنه ورکړي چې د خپلو مېړونو او اولادونو سره مینه وکړي.
5
همدارنګه هغوی دې په خپلو نفسونو باندې واک ولري، پاک لمنې، په خپلو کورونو کې ښې کارکوونکې وي، مهربانې او د خپلو مېړونو تابعدارې اوسي، ترڅو د خدای کلام بدنام نه شي.
6
همدارنګه ځوانان وهڅوه چې اعتدال خوښوونکي اوسي.
7
تل باید داسې نېک کارونه وکړې چې د نورو دپاره مثال وګرځي او په خپل تعلیم کې دې ایمانداري او درنښت ښکاره کړه.
8
داسې سمې خبرې وکړه چې څوک درته ګوته ونه نیسي، ترڅو ستا مخالفین وشرمیږي او د هغوی سره به زمونږ په هکله د بدو ویلو دپاره کوم څه نه وي.
9
غلامانو ته ووایه چې په هر کار کې دې د خپلو بادارانو تابع اوسي او هغوی دې راضي ساتې او د هغوی سره دې بحث نه کوي.
10
د هغوی څخه دې پیسې نه غلا کوي، بلکې خپله ټوله وفاداري دې وښایي، ترڅو په هره طریقه چې هغوی زمونږ د خلاصوونکي خدای په هکله کوم تعلیم ورکوي هغه په زړه پورې وي.
11
ځکه چې د خدای فضل د ټولو خلکو د خلاصون دپاره ښکاره شوی دی.
12
دا فضل مونږ ته رازده کوي چې بې مذهبي او دنیاوي غوښتنې پرېږدو او په دې دنیا کې د پرهېزګارۍ، عدالت او دیندارۍ ژوند وکړو.
13
نو مونږ د برکت نه ډکه هیله یعنې د خپل لوی خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار یو.
14
هغه خپل ځان زمونږ په خاطر قربان کړ، ترڅو مونږ د هر ډول بدیو نه خلاص کړي او زمونږ څخه د خپل ځان دپاره داسې پاک قوم جوړ کړي چې د نېکو کارونو شوقیان اوسو.
15
د دې شیانو په هکله تعلیم ورکړه او په پوره واک سره هغوی وهڅوه او اصلاح یې کړه. هېچا ته اجازه مه ورکوه چې تاته په سپکه سترګه وګوري.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
Recommended Reading
Commentary
Titus Commentaries
→
Devotional
Titus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Afghan Pashto Bible) Study Bible
→