bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Titus 3
Titus 3
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
1
ایماندارانو ته ور په یاد کړه چې د حاکمانو او د واک د خاوندانو تابعداري او د هغوی اطاعت دې کوي او د هر نېک کار دپاره دې تیار اوسي.
2
هغوی ته ووایه چې د هېچا په هکله دې بد نه وایي او شخړه دې نه کوي، بلکې نرم مزاجه او د ټولو خلکو په وړاندې دې باادبه اوسي.
3
ځکه چې مونږ هم یو وخت ناپوهه، نافرمانه، بې لارې او د هر ډول نفساني غوښتنو او عیاشیو غلامان وو او په کينې او بخیلتوب کې مو خپل ژوند کاوه. نورو زمونږ نه کرکه کوله او مونږ د نورو نه.
4
خو کله چې زمونږ د خلاصوونکي خدای مهرباني او مینه ښکاره شوه،
5
هغه مونږ ته خلاصون راکړ، خو نه د هغو نېکو کارونو له امله چې مونږ کړي وو، بلکې د هغه د رحم په وسیله مو تر لاسه کړ او روح القدس د وینځلو په وسیله مونږ ته نوی زېږون او نوی ژوند راکړ.
6
هغه زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په وسیله روح القدس په پرېمانه توګه په مونږ باندې نازل کړ،
7
ترڅو د هغه د فضل په وسیله عادل وګڼل شو او د هغې هیلې له مخې چې مونږ یې لرو، د تلپاتې ژوندون وارثان شو.
8
دا خبره رښتیا ده. زه غواړم چې ته په دې باندې ټینګار وکړې، ترڅو هغه خلک چې په خدای باندې ایمان لري، دې ته پام وکړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي. دا شیان ډېر ښه او د خلکو دپاره ګټور دي.
9
خو د شجرو په هکله د کم عقلتوب بحثونو، بې اتفاقۍ او د شریعت په اړه د شخړو څخه ځان وساته، ځکه چې هغه بې ګټې او بې ارزښته دي.
10
که چېرې یو کس بې اتفاقۍ ته لمن وهي، نو هغه ته یوځل یا دوه ځلې خبرداری ورکړه او نور ورسره کار مه لره.
11
ځکه چې ته پوهېږې چې هغه کس بې لارې شوی دی او د هغه ګناه هغه ملامتوي.
12
کله چې زه ارتیماس یا تیخیکاس تاته درولېږم، نو ډېر کوښښ وکړه چې زر خپل ځان د نیکوپولیس ښار ته راورسوې او ماته راشه، ځکه چې ما پرېکړه کړې ده چې ژمی هلته تېر کړم.
13
د زیناس وکیل او اپولوس سره مرسته وکړه چې زر تر زره خپل سفر ته دوام ورکړي او ګورئ چې هغوی کوم شي ته اړتیا ونه لري.
14
زمونږ خلک دې دا زده کړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي، ترڅو د خلکو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د هغوی ژوند بې ګټې نه شي.
15
هغه ټول کسان چې زما سره دي، تاته سلام وایي. هغو کسانو ته هم زما سلامونه ووایه چې زمونږ سره مینه لري او زمونږ سره په ایمان کې شریک دي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
All chapters:
1
2
3
Recommended Reading
Commentary
Titus Commentaries
→
Devotional
Titus Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Afghan Pashto Bible) Study Bible
→