bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 John 2
1 John 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
1
زما بچو! دَ دغو خبرو دَ ليکلو نه زما مطلب دا دے چه تاسو ګُناه مه کوئ، خو که چرے څوک ګُناه وکړى نو دَ پلار سره زمُونږ يو شفاعت کوُونکے دے، يعنے عيسىٰ مسيح چه صادِق دے.
2
هغه په خپله زمُونږ دَ ګُناهُونو کِفاره دے، نۀ يواځے زمُونږ دَ ګُناهُونو بلکه دَ ټولے دُنيا دَ ګُناهُونو هم.
3
که مونږ دَ هغۀ په حُکمُونو عمل وکړُو نو مُونږ ته معلُومه ده چه هغه پيژنو.
4
که څوک دا وائى چه ”زَۀ ئے پيژنم“ اَؤ بيا هم دَ هغۀ په حُکمُونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے اَؤ په هغۀ کښے رښتيا نِشته.
5
که څوک دَ هغۀ په کلام عمل کوى نو په هغۀ کښے دَ خُدائے مينه کامله شوے ده. اَؤ داسے مُونږ ته معلُومه ده چه مُونږ دَ خُدائے سره شراکت لرُو.
6
هر هغه څوک چه وائى چه ”زَۀ دَ هغۀ په شراکت کښے قائم يم،“ نو په کار دى چه هغه دِ داسے ژوند تير کړى لکه څنګه چه مسيح تير کړے وو.
7
خوږو دوستانو! زَۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، دا هغه زوړ حُکم دے چه دَ شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کُوم چه تاسو دَ مخکښے نه آؤريدلے دے.
8
بيا هم زَۀ تاسو ته يو نوے حُکم ليکم چه هغه دَ مسيح په ژوندُون کښے وليدل شو اَؤ په تاسو کښے هم، ځکه چه تيارۀ لرے کيږى اَؤ رښتينے نُور ځليږى.
9
که څوک ووائى چه ”زَۀ په نُور کښے يم،“ اَؤ هغه دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه هم هغه شان په تيارۀ کښے دے.
10
هر څوک چه دَ خپل ورور سره مينه لرى، هغه په نُور کښے ژوند تيروى اَؤ هغه هيچرے دَ تيندک سبب نۀ جوړيږى.
11
خو هر څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى، هغه په تيارۀ کښے ګرزى بلکه په تيارو کښے ژوند تيروى اَؤ هغه نۀ پوهيږى چه چرته روان دے ځکه چه تيارو دَ هغۀ سترګے ړندے کړے دى.
12
زما بچو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه ستاسو ګُناهُونه دَ مسيح په نُوم معاف کړى شوى دى.
13
اَئے پلارانو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه تاسو هغه پيژندلے دے چه له ازل نه دے. آے ځوانانو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه تاسو په شرير، يعنے شيطان، غالب راغلى يئ. اَئے بچو! ما تاسو ته ځکه ليکلى دى چه تاسو پلار پيژندلے دے.
14
اَئے پلارانو! ما تاسو ته ځکه ليکلى دى چه تاسو هغه پيژندلے دے چه هغه له ازل نه دے. اَئے ځوانانو! تاسو ته مے ځکه ليکلى دى چه تاسو مظبُوط يئ اَؤ دَ خُدائے کلام په تاسو کښے پاتے کيږى اَؤ تاسو په شرير غالب شوى يئ.
15
دَ دُنيا اَؤ دَ هغے دَ څيزُونو سره مينه مه لرئ، ځکه چه څوک چه دَ دُنيا سره مينه لرى، په هغۀ کښے دَ خُدائے پلار مينه نِشته.
16
څۀ چه په دُنيا کښے دَ نفسانى خواهشاتو، يا دَ سترګو دَ شوق، اَؤ يا ژوند دَ کبر تاسو ته ښکارى، دا دَ پلار له لورى نۀ دى بلکه دَ دُنيا څيزُونه دى.
17
اَؤ دُنيا اَؤ دَ هغے شوق فنا کيدُونکى دى، خو څوک چه دَ خُدائے په مرضئ عمل کوى هغه به تل تر تله پاتے کيږى.
18
زما بچو! دا آخرى وخت دے! تاسو ته وئيلى شوى وُو چه خردجال راتلُونکے دے، اَؤ اوس ډير خردجالان راپورته شوى دى، اَؤ له دے نه مُونږ ته معلُومه ده چه بے شکه دا آخرى وخت دے.
19
هغوئ له مُونږ نه ووتل، خو په حقيقت کښے ئے زمُونږ سره تعلق نۀ وو. که دوئ زمُونږ وئے نو مُونږ سره به پاتے شوى وُو، دوئ دَ دے دَ پاره بهر ووتل چه دا ښکاره شى چه دوئ ټول له مُونږ نه نۀ دى.
20
خو په تاسو رُوحُ القُدس نازل شوے دے اَؤ تاسو ټولو ته حقيقت معلُوم دے.
21
ځکه ما درته ليکلى نۀ دى چه تاسو دَ رښتياؤ نه ناخبره يئ خو تاسو پرے خبر يئ، اَؤ له دے نه هم خبر يئ چه هيڅ دروغ دَ رښتياؤ نه نۀ دى.
22
دروغژن څوک دے؟ هغه څوک چه وائى چه عيسىٰ مسيح نۀ دے، نو هغه خردجال دے ځکه چه هغه دَ پلار اَؤ زوئے دواړو نه اِنکار کوى.
23
څوک چه دَ زوئے نه اِنکار کوى دَ هغۀ سره پلار هم نِشته، اَؤ څوک چه دَ زوئے اِقرار کوى نو دَ هغۀ سره پلار هم شته.
24
تاسو دَ اول نه چه څۀ آؤريدلى دى، هغه په زړُونو کښے وساتئ. څۀ چه تاسو آؤريدلى دى، که هغه تاسو ساتلى وى نو تاسو به په خپله هم په زوئے اَؤ پلار دواړو کښے پاتے شئ.
25
اَؤ هغۀ په خپله مُونږ سره دَ تل ژوندُون لوظ کړے دے.
26
زه دا خبره تاسو ته دَ هغه چا په باب کښے ليکم چه ستاسو دَ بے لارے کولو کوشِش کوى.
27
خو رُوحُ القُدس چه په تاسو دَ هغۀ نه نازل شو، که هغه په تاسو کښے اوسى نو تاسو ته دَ بل اُستاذ حاجت نِشته. اَؤ دَ هر څۀ چه درته حاجت وى نو رُوحُ القُدس به ئے درته ښائى، اَؤ څۀ چه درته هغه ښائى، رښتيا دى، نۀ چه دروغ، اَؤ څنکه چه هغۀ تعليم درکړے دے دغسے په هغۀ کښے پاتے شئ.
28
اَئے بچو! اوس هم په هغۀ کښے شراکت ولرئ، ځکه چه هر کله چه هغه ښکاره شى نو مُونږ به په زړه ورتيا سره دَ هغۀ په راتلو دَ هغۀ په وړاندے شرمنده نۀ يُو.
29
که تاسو په دے خبر يئ چه مسيح صادِق دے نو تاسو په دے پوهه شئ چه هر څوک چه صداقت کوى دَ خُدائے بچى شى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5