bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 John 3
1 John 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
1
پلار مُونږ سره څومره زياته مينه کړے ده چه مُونږ ته دَ خُدائے بچى ووئيلے شُو اَؤ دغه شان مُونږ هم يُو. اَؤ دُنيا مُونږ ځکه نۀ پيژنى چه هغه ئے هم نۀ دے پيژندلے.
2
خوږو دوستانو! مُونږ اوس هم دَ خدائے بچى يُو خو په دِے نۀ پوهيږو چه څنګه به شُو، خو مونږ په دے پوهيږُو چه هر کله چه عيسىٰ راښکاره شى نو مُونږ به دَ هغۀ په شان شُو ځکه چه مُونږ به ئے هم په هغه شان ووينُو څنګه چه هغه دے.
3
هر څوک چه په مسيح دا اُميد لرى، هغه ځان داسے پاک ساتى لکه چه مسيح پاک دے.
4
هر څوک چه ګُناه کوى، هغه نافرمانى کوى، ګُناه خو نافرمانى کول ده.
5
تاسو خبر يئ چه مسيح ځکه ښکاره شو چه ګُناهُونه لرے کړى، اَؤ په هغۀ کښے هيڅ ګُناه نِشته
6
نو هر څوک چه په مسيح کښے قائم وى، هغه په ګُناه کولو آخته نۀ وى، اَؤ هر څوک چه په ګُناه کولو آخته وى، نۀ خو هغۀ ليدلے دے اَؤ نۀ ئے پيژندلے دے.
7
زما بچو! هيڅوک دِ تاسو بے لارے نۀ کړى ځکه چه څوک چه صداقت کوى هغه صادِق دے لکه چه مسيح صادِق دے.
8
هر څوک چه ګُناه کوى، هغه دَ اِبليس بچے دے ځکه چه اِبليس له ازل نه په ګُناه کولو کښے آخته دے. اَؤ دَ خُدائے زوئے له ازل نه ځکه ښکاره شو چه دَ اِبليس کارُونه برباد کړى.
9
له خُدائے نه پيدا شوى هيڅ کله هم په ګُناه کښے نۀ اوسيږى ځکه چه په هغۀ کښے دَ خُدائے اصل قائم وى، اَؤ هغه ګُناه کولے نۀ شى ځکه چه هغه دَ خُدائے بچے دے.
10
هم دغه دَ خُدائے دَ بچو اَؤ دَ اِبليس دَ بچو فرق دے، هيڅوک هم چه صداقت نۀ کوى دَ خُدائے بچے نۀ دے، اَؤ نۀ هغه څوک چه دَ ورور سره مينه نۀ لرى.
11
ځکه چه له شروع نه چه کُوم پيغام تاسو آؤريدلے دے، هغه دا دے چه مُونږ دِ دَ يو بل سره مينه ولرُو.
12
نۀ چه دَ قائين په شان جوړ شُو چه دَ شرير بچے وو اَؤ خپل ورور ئے قتل کړو. اَؤ هغه ئے ولے مړ کړو؟ ځکه چه دَ هغۀ عمل بد وو اَؤ دَ هغۀ دَ ورور ښۀ.
13
زما ورُوڼو! په دے حيرانيږئ مه که دُنيا تاسو سره دُښمنى کوى.
14
مُونږ پوهيږُو چه له مرګ نه په ژوندُون کښے شوى يُو په دے ځکه چه مُونږ له خپلو ورُوڼو سره مينه لرُو، اَؤ څوک چه مينه نۀ لرى هغه لا تر اوسه دَ مرګ په حالت کښے دے.
15
ځکه چه هر هغه څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى، خُونى دے، اَؤ تاسو په خپله خبر يئ چه يو خُونى هم په خپل ځان کښے دَ تل ژوندُون نۀ لرى.
16
په دے وجه مُونږ پوهيږو چه مينه څۀ ده، ځکه چه مسيح زمُونږ دَ پاره خپل ځان ورکړو اَؤ مُونږ له هم په کار دى چه خپل ځانُونه دَ خپلو ورُوڼو دَ پاره ورکړُو.
17
که څوک مالدار وى اَؤ خپل ورور حاجتمند وينى اَؤ بيا هم زړۀ سواندے پرے نۀ کوى نو هغه څنګه دَ خُدائے مينه په خپل زړۀ کښے لرى؟
18
زما بچو! مينه دِ تش په خبرو يا په ژبه نۀ وى بلکه هغه په رښتيا اَؤ په عملى طور په کار ده.
19
هم دغه شان به مُونږ پوهه شُو چه مُونږ دَ حقيقت يُو، اَؤ دَ خُدائے په مخکښے دا باور لرُو.
20
که زمُونږ زړۀ مُونږ ملامتوى نو هم خُدائے زمُونږ دَ زړۀ نه ډير لوئے دے اَؤ له هر څۀ نه خبر دے.
21
خوږو دوستانو! که چرے زمُونږ زړۀ مُونږ نۀ ملامتوى نو بيا مُونږ دَ خُدائے په مخکښے باور لرُو.
22
اَؤ څۀ چه ترے غواړو هغه ئے راکوى، ځکه چه مُونږ دَ هغۀ په حُکمُونو عمل کوُو اَؤ څۀ چه هغه خوښوى هم هغسے کوُو.
23
دا دَ هغۀ حُکم دے چه دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ مسيح په نُوم ايمان راؤړُو اَؤ دَ هغۀ دَ حُکم په مُطابق دَ يو بل سره مينه ولرُو.
24
هر څوک چه دَ خُدائے په حُکمُونو عمل کوى نو هغه په خُدائے کښے قائم وى اَؤ خُدائے په هغۀ کښے. اَؤ هم دغه شان مُونږ پوهيږو چه هغه دَ رُوحُ القُدس په وسيله په مُونږ کښے اوسيږى چه په مُونږ ئے نازل کړے دے.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5