bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Peter 1
2 Peter 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
1
دَ شمعُون پطروس له طرفه چه دَ عيسىٰ مسيح غُلام اَؤ رسُول دے، دَ هغه خلقو په نُوم چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښے ئے زمُونږ په شان قيمتى ايمان مُوندلے دے.
2
زمُونږ دَ خُدائے اَؤ مالِک عيسىٰ دَ پيژندګلو په سبب دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى زياتيږى.
3
دَ هغه اِلٰهى قُدرت هغه ټول څيزُونه کُوم چه دَ ژوندُون اَؤ ديندارئ سره لازم دى، مُونږ ته دَ هغۀ په پيژندګلو راکړل چه مُونږ ئے دَ خپل خاص جلال اَؤ نيکئ په وسيله راوبللُو،
4
چه دَ هغے په وسيله هغۀ مُونږ سره قيمتى اَؤ ډيرے لوئے وعدے وکړلے، چه دَ هغو په وسيله تاسو دَ هغه نفسانى خرابئ نه چه په دُنيا کښے دى، بچ شئ اَؤ دَ خُدائے په شان صفتُونه ولرئ.
5
اَؤ په دے وجه تاسو له خپله انده پُوره کوشِش وکړئ چه په خپل ايمان کښے نيکى، اَؤ په نيکئ کښے علِم،
6
اَؤ په عِلم کښے پرهيزګارى، اَؤ په پرهيزګارئ کښے صبر، اَؤ په صبر کښے ديندارى،
7
اَؤ په ديندارئ کښے ورورولئ عزيزئ، اَؤ په ورورولئ عزيزئ کښے مينه زياته کړئ.
8
ځکه چه که دا خبرے په تاسو کښے وى اَؤ زياتيږى نو تاسو به زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په پيژندګلو کښے بے کاره اَؤ بے ميوے کيږئ نه.
9
اَؤ چه په چا کښے دا خبرے نۀ وى، هغه ړُوند دے اَؤ نظر ئے کم دے اَؤ دَ خپلو وړُومبو ګُناهُونو نه پاک کيدل ئے هير کړى دى.
10
نو اَئے ورُوڼو! دَ خپلے بلنے اَؤ غوره والى دَ ثابتولو زيات کوشِش کوئ، ځکه چه که داسے کوئ نو هيڅ کله به تيندک ونۀ خورئ.
11
بلکه دَ دے سره به تاسو زمُونږ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په آبدى بادشاهئ کښے ډير په عزت سره داخل کړے شئ.
12
دَ دے دَ پاره به زَۀ تاسو ته دَ دے خبرے دَ دريادولو دَ پاره تل بيدار اوسم، سره دَ دے چه تاسو دَ هغو نه خبر اَؤ په هغه حق خبره قائم يئ چه تاسو ته حاصله ده.
13
اَؤ تر څو چه زَۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو اَؤ پارولو دا خبره په ځان واجبه ګڼم.
14
ځکه چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ وينا په مُطابق ما ته معلُومه ده چه زما دَ رُوح دَ کالبُوت نه دَ جُدا کيدو وخت نزدے راغلے دے.
15
خو بيا به هم زَۀ دا کوشِش کوم چه زما دَ مرګ نه پس به تاسو دا خبرے هميشه يادے وساتئ.
16
هر کله چه مُونږ تاسو دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ قُدرت اَؤ دَ راتلو نه خبر کړى وئ نو مُونږ په ټګئ دَ ځانه په جوړو کړو قِصو باور نۀ وو کړے بلکه په خپله مو دَ هغۀ لوئى ليدلے وه،
17
چه هغۀ دَ خُدائے پلار نه هغه وخت عزت اَؤ جلال ومُوندو کله چه هغۀ ته دَ هغه غوره جلال نه آواز راغے چه ”دا زما محبُوب زوئے دے چه زَۀ ترے راضى يم.“
18
اَؤ کله چه مُونږ دَ هغۀ سره په مُقدس غرۀ باندے وُو نو دَ آسمان نه مو دا آواز واؤريدو.
19
اَؤ زمُونږ سره دَ نبُوت هغه کلام دے کُوم چه ډير معتبر دے، اَؤ تاسو ښۀ کوئ چه په دے وجه په هغے غور کوئ چه دا يوه ډيوه ده کُومه چه دَ تيارے په ځائے کښے رڼا ورکوى، تر څو چه سحر نۀ شى اَؤ دَ صبا ستورے ستاسو په زړُونو کښے ونۀ ځليږى.
20
خو وړُومبے په دے پوهه شئ چه دَ کتابِ مُقدس دَ نبيانو کلام دَ څۀ خبرے تاويل دَ چا په خپل اِختيار نۀ کيږى.
21
ځکه چه دَ نبيانو دَ کلام هيڅ خبره هم دَ بنى آدمو دَ خواهش په مُطابق کله هم نۀ ده شوے، بلکه بنى آدمو دَ رُوحُ القُدس دَ اثر په وجه دَ خُدائے دَ طرفه خبرے کولے.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3