bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Peter 3
2 Peter 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
1
زما دوستانو! اوس زَۀ تاسو ته دا دويم خط درليکم، اَؤ دَ يادګيرنے په طور دَ دواړو خطُونو سره ستاسو صفا زړُونه راپاروم،
2
چه تاسو هغه خبرے چه پاکو نبيانو وړُومبئ کړى دى اَؤ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى هغه حُکم ياد ولرئ کُوم چه تاسو ته دَ رسُولانو په وسيله درکړے شوے دے.
3
اَؤ په دے له اول نه خبر شئ چه په آخرو ورځو کښے به داسے ټوقماران راځى چه دَ خپلو خواهشُونو په مُطابق وچليږى.
4
اَؤ وائى به چه ”دَ هغۀ دَ راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چه دَ کله نه چه زمُونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى اَؤ دَ هغه وخت نه تر اوسه پورے هر څۀ هم هغه شان دى لکه چه دَ مخلُوق دَ شروع نه وُو.“
5
هغوئ خو په قصد دا هير کړل چه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله آسمانُونه دَ پخوا نه موجُود دى، اَؤ مزکه دَ اوبو نه اَؤ دَ اوبو په وسيله پيدا شوه.
6
هم دَ دغه اوبو په طُوفان سره دَ هغه پخوا زمانے دُنيا غرقه اَؤ هلاکه شوه.
7
خو موجُوده آسمانُونه اَؤ مزکه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله دَ دے دَ پاره ساتلے شوى دى چه وسوزولے شى، اَؤ هغوئ به دَ بے دينه خلقو دَ عدالت اَؤ هلاکت تر ورځے پورے محفُوظ وساتلے شى.
8
زما ملګرو! دا خبره دِ ستاسو نه هيره نۀ شى چه دَ مالِک په نزد يوه ورځ دَ زرو کالو برابره ده اَؤ زر کاله دَ يوے ورځے برابر.
9
مالِک په خپل لوظ کښے ډيل نۀ کوى لکه چه بعضے خلق ډيل ګڼى بلکه ستاسو په باب کښے صبر کوى، دَ پاره دَ دے چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دا غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبے موقعه ورکړے شى.
10
خو دَ مالِک ورځ به دَ غل په شان راځى، په هغه ورځ به آسمانُونه ډير په ګړزګړُوز دَ نظر نه پناه شى، يعنے ستورى سيارے به دَ اور په سخت تاؤ سره ويلى شى، اَؤ مزکه اَؤ په هغے دَ بنى آدمو ټول کارُونه به ختم شى.
11
هر کله چه ټول څيزُونه هم دغه شان ويلى کيدُونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن اَؤ ديندارئ کښے څنګه کيدل په کار دى!
12
اَؤ تاسو دَ خُدائے دَ هغه ورځے دَ راتلو اِنتظار کوئ اَؤ ښه خوارى کوئ چه هغه زر راشى چه په کُومے کښے به آسمانُونه دَ اور نه وسوزى اَؤ برباد به شى، اَؤ ستورى اَؤ سيارے به له تاؤ نه ويلى شى.
13
خو دَ هغه دَ لوظ په مُطابق مُونږ دَ نوو آسمانُونو اَؤ نوے مزکے اِنتظار کوُو چه په کښے به صداقت اوسيږى.
14
زما ملګرو! هر کله چه تاسو دَ دے خبرو په اِنتظار يئ نو دَ دے دَ پاره تاسو کوشِش کوئ چه دَ هغۀ په وړاندے دَ سلامتئ په حالت کښے بے داغه اَؤ بے عيبه يئ.
15
اَؤ زمُونږ دَ مالِک زغم لکه دَ خلاصُون وګڼئ ځکه چه زمُونږ خوږ ورور پولوس هم دَ خپل ورکړى شوى حِکمت په مُطابق تاسو ته هم دغه ليکلى دى.
16
اَؤ په خپلو ټولو خطُونو کښے ئے دَ دے خبرو ذکر کړے دے چه په هغو کښے ځنى خبرے داسے دى چه پرے پوهيدل ګران دى، اَؤ جاهل اَؤ بے قيامه خلق هغوئ هم دَ نورو صحيفو په شان رابدلوى اَؤ دَ ځانُونو دَ پاره هلاکت پيدا کوى.
17
زما ملګرو! هر کله چه تاسو دَ اول نه خبر يئ، ځکه بيدار اوسئ چه دَ بے دينو دَ ګُمراهئ طرف ته ورنۀ شئ، اَؤ خپله مظبُوطى پرے نۀ ږدئ.
18
بلکه زمُونږ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په فضل اَؤ علم کښے وړاندے شئ. دَ هغۀ جلال دِ اوس هم وى اَؤ تل تر تله دِ وى! آمين.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
All chapters:
1
2
3