bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Colossians 2
Colossians 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 3 →
1
زَۀ غواړم چه تاسو په دے پوهه شئ چه ستاسو دَ پاره اَؤ دَ لوديکيانو دَ پاره اَؤ دَ هغوئ ټولو دَ پاره چه ما په شخصى طور نۀ پيژنى، څومره خوارى کوم،
2
دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ په زړُونو کښے تسلى پيدا شى اَؤ چه هغوئ په مينه کښے دَ يو بل سره تړلى وى اَؤ دَ پُوره پوهے سره ترقى وکړى، اَؤ داسے به دَ خُدائے راز يعنے مسيح وپيژنى.
3
دَ حِکمت اَؤ معرفت ټولے خزانے په هغۀ کښے جمع دى.
4
دا زَۀ دَ دے دَ پاره وايم چه څوک تاسو ته په خوږو خبرو دوکه درنۀ کړى.
5
ځکه چه اګر که په وجُود کښے ستاسو نه لرے يم خو په رُوح کښے ستاسو سره يم، اَؤ زَۀ ستاسو په وجه خوشحاله يم ځکه چه زَۀ وينم چه تاسو باقاعده په خپل ايمان کښے چه په مسيح دے، قائم يئ.
6
نو تاسو چه مسيح عيسىٰ په طور دَ خپل مالِک قبُول کړو، هم هغه شان دَ هغۀ په يووالى کښے ژوندُون تيروئ.
7
اَؤ په هغۀ کښے دَ ونو په شان بيخ ولرئ دَ ماڼئ په شان په هغۀ بُنياد ولرئ، اَؤ څۀ رنګ چه تاسو تعليم آخستے دے، هم هغه شان په ايمان کښے مظبُوط اوسئ، اَؤ دَ خُدائے ډير شکر کوئ.
8
دَ خپل ځان خيال ساتئ چه هيڅوک هم تاسو په خپل فلسفيانه اَؤ بے مطلبه ټګئ کښے ګير نۀ کړى، ځکه دا حِکمت دَ مسيح نۀ دے بلکه دَ اِنسانى رواياتو اَؤ دَ دُنيا دَ اِبتدائ خبرو په مُطابق دے.
9
ځکه هر څۀ چه خُدائے دے، هم هغه شان مسيح په خپل اِنسانى حالت کښے په کامل طور هم هغه دے.
10
اَؤ تاسو دَ مسيح په يووالى کښے کمال ته رسيدلى يئ چه دَ ټولو حُکومتُونو اَؤ اِختيارُونو سر دے.
11
اَؤ په هغۀ کښے تاسو داسے سُنت شوئ چه په لاس سره نۀ کيږى، يعنے دَ مسيح نه سُنت شوئ، يعنے دَ خپل ګُناه لړلى فطرت نه بچ شوئ.
12
اَؤ تاسو دَ مسيح سره په بپتسمه کښے ښخ شوئ اَؤ په هغۀ کښے مو دَ هغه خُدائے په قوت ايمان راؤړو چه هغه ئے دَ مړو نه ژوندے کړو، اَؤ تاسو هم ورسره ژوندى شوئ.
13
اَؤ هغۀ تاسو هم چه دَ خپلو ګُناهُونو اَؤ دَ وجُود دَ ناسُنتوالى په وجه مړۀ وئ، دَ هغۀ سره ژوندى کړئ اَؤ زمُونږ ټول ګُناهُونه ئے وبخښل.
14
هر څۀ چه مُونږ دَ شريعت دَ حُکمُونو په خلاف قُصورُونه کړى وُو، هغه په يوه روزنامچه کښے ليکلى شوى وُو، هغۀ هغه دَ روزنامچے ليک په خپله وران کړو، يعنے هغه ئے په سولئ ټک وهلو، اَؤ زمُونږ دَ مخے نه ئے لرے کړلو.
15
اَؤ هغه شان هغۀ دَ حکومتُونو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو وسلے واخستلے، يعنے دَ سولئ په سبب هغوئ له دَ ماتے ورکولو سره ئے دَ ټولو په مخکښے ماتے خوړلى دُښمنان څرګند کړل.
16
نو هيڅوک هم دَ خوراک څښاک يا دَ اختر يا دَ نوے مياشت يا دَ سبت په حقله دِ په تاسو اِلزام ونۀ لګوى.
17
ځکه چه دا دَ راتلُونکو څيزُونو سورے دے خو مسيح حقيقت دے.
18
هيچا له موقعه مه ورکوئ چه څوک دِ خپل ځان په ښۀ ګڼلو تاسو مُجرم کوى. داسے خلق په خاص خاص کشفُونو ليدو سره بل مجبُوروى چه هغوئ خپل ځان عاجزان کړى اَؤ فرښتے خُدايان ومنى. داسے عاجزى رښتينى نۀ ده اَؤ داسے خلق دَ خپل عقل په خبرو بے فائدے وپړسيږى.
19
داسے خلقو خپل روابط دَ مسيح سره، يعنے دَ سر سره پريښى دى. دَ مسيح په ټول وجُود اِختيار دے، اَؤ هغه وجُود دَ مسيح نه دَ طاقت مُوندلو په وسيله پلے، بندُونه اَؤ اندامُونو په يو بدن کښے يو ځائے کيږى. داسے هغه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق لوئيږى.
20
که تاسو دَ دُنيا دَ قُوتُونو په نسبت دَ مسيح سره مړۀ شوئ نو بيا تاسو ولے دَ هغوئ په شان ژوند تيروئ چه دَ دے دُنيا وى؟ اَؤ تاسو ولے دَ هغوئ حُکمُونه منئ،
21
لکه ”دے له لاس مه وروړئ، دا مۀ څکئ اَؤ په دے مۀ بلوسيږئ؟“
22
دا ټول څيزُونه په اِستعمالولو کښے به ختم شى ځکه چه دا حُکمُونه اَؤ تعليمُونه اِنسان جوړ کړى دى.
23
داسے ښکارى چه دَ دے حُکمُونو بُنياد په حکمت کيښودے شوے دے، دَ مِثال په طور هغوئ دَ خپلے مرضئ په مُطابق عبادت کوى اَؤ دَ دروغو عاجزى ښکاره کوى اَؤ دَ فقيرانو په شان په ځان سختے تيروى، خو داسے حُکمُونه بے فائدے دى ځکه چه هغوئ دَ نفسانى شوقُونو په قابو مُوندلو هيڅ فائده نۀ ورکوى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4