bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Colossians 3
Colossians 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
1
آيا تاسو دَ مسيح سره نۀ وئ راژوندى کړى شوى؟ نو بيا تاسو دَ آسمانى څيزُونو لټُون کوئ چرته چه مسيح موجُود دے اَؤ دَ خُدائے ښى طرف ته ناست دے.
2
دَ آسمانى څيزُونو خيال ساتئ، نۀ چه دَ مزکے.
3
زَۀ دا تکراروم چه تاسو مړۀ شوئ اَؤ اوس ستاسو ژوند دَ مسيح سره په خُدائے کښے پټ دے.
4
مسيح ستاسو ژوندُون دے، کله چه هغه ظاهر کړے شى نو تاسو به هم دَ هغۀ سره په جلال کښے ظاهر کړے شئ.
5
نو بيا هغه شوقُونه مړۀ کړئ کُوم چه مزکين دى، يعنے حرامکارى، ناپاکوالے، شهوت، بد خواهشات اَؤ حرص چه بُت پرستى ده،
6
چه دَ هغے په سبب دَ خُدائے غضب دَ نافرمانئ په بچو نازليږى.
7
اَؤ تاسو هم په دے شوقُونو کښے ژوند تيرولو.
8
خو اوس تاسو هم دغه هر څۀ، يعنے غُصه، قهر، بدخواهى، چُغلى اَؤ پُوچے خبرے پريږدئ.
9
يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چه تاسو زوړ اِنسانيت دَ هغه عملُونو سره لرے کړے دے،
10
اَؤ نوے اِنسانيت مُوٰ آغوستے دے چه دَ معرفت دَ حاصلولو دَ پاره دَ خپل خالق په شکل نوے کيږى.
11
په دے کښے نۀ يهُودى پاتے شو، نۀ غير يهُودى، نۀ سُنت شوے، نۀ ناسُنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غُلام اَؤ نۀ آزاد، بلکه مسيح په تاسو ټولو کښے هر څۀ دے.
12
نو بيا تاسو دَ خُدائے خلق يئ، هغۀ تاسو سره مينه وکړله اَؤ هغۀ تاسو غوره کړئ، ځکه زړۀ سواندے، مهربانى، عاجزى، شرافت اَؤ زغم واغوندئ.
13
دَ يو بل زغم کوئ. که په تاسو کښے څوک دَ بل چا خلاف څۀ شکايت لرى نو تاسو ئے هغه شان معاف کوئ لکه چه تاسو مالِک معاف کړئ.
14
اَؤ دَ دے نه سوا تاسو په خپلو کښے مينه وساتئ چه تاسو په کامل طور دَ يو بل سره يو کړى.
15
اَؤ دَ مسيح سلامتى دَ کُومے دَ پاره چه تاسو يو وجُود شوئ اَؤ راوبللے شوئ دِ ستاسو په زړُونو کښے حُکُومت وکړى، اَؤ تاسو شکر ګذار اوسئ.
16
دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ.
17
هر څۀ چه تاسو کوئ، که تاسو خبرے کوئ يا څۀ کار، هغه ټول دَ مالِک عيسىٰ په نُوم کوئ اَؤ دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے پلار شکر کوئ.
18
اَئے ميرمنو! تاسو دَ خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ چه دا ستاسو دَ ايماندارانو فرض دے.
19
اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه لرئ اَؤ دَ هغوئ سره ترخيږئ مه.
20
اَئے بچو! دَ مور پلار حُکم په هره خبره کښے منئ ځکه چه په دے خُدائے خوشحاليږى.
21
اَئے پلارانو! خپل اؤلاد مۀ تنګوئ، هسے نۀ چه هغوئ زړۀ بائيلى.
22
اے غُلامانو! تاسو دَ خپلو جسمانى مالِکانو تابعدار اوسئ، دا صرف په ظاهرى طور دَ هغوئ دَ خوشحالولو دَ پاره نه، بلکه دَ زړۀ دَ اِخلاصه اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه.
23
تاسو هر څۀ چه کوئ دَ زړۀ په مينه ئے کوئ لکه چه دا تاسو دَ مالِک دَ پاره کوئ، نۀ چه دَ بنى آدمو دَ پاره.
24
ځکه چه تاسو خبر يئ چه دَ مالِک له طرفه به دَ دے په بدل کښے تاسو ميراث مُومئ. تاسو دَ مالِک خدمت کوئ.
25
ځکه چه څوک چه بد کوى هغه به دَ خپلے بدئ بدله مُومى، هلته به دَ هيچا هيڅوک طرفدار نۀ وى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4