bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Kings 15
1 Kings 15
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 16 →
1
د يربعام د نباط د زوئ د بادشاهۍ په اتلسم کال، ابياه د يهوداه بادشاه شو،
2
او هغۀ په يروشلم کښې درې کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور معکه د ابىسلوم لور وه.
3
هغۀ د خپل پلار په شان هم هغه ګناهونه وکړل او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک وفادار نۀ وو، لکه څنګه چې د هغۀ نيکۀ داؤد وفادار وو.
4
خو مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د داؤد د خاطره ابياه له يو زوئ ورکړو چې د هغۀ نه پس په يروشلم بادشاهى کوى او د دې حِفاظت کوى.
5
مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.
6
کوم جنګ چې د رحُبعام او يربعام په مينځ کښې شروع شوے وو نو هغه د ابياه په ټول ژوند کښې جارى وو.
7
او نور هر څۀ چې ابياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
8
ابياه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
9
د اِسرائيلو د بادشاه د يربعام د بادشاهۍ په شلم کال آسا د يهوداه بادشاه شو،
10
او هغۀ يو څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ نيا معکه وه، چې د ابىسلوم لور وه.
11
آسا د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان هم هغه څۀ کول چې مالِک خُدائ ورباندې رضا کېدو.
12
هغۀ د مُلک د بُتانو د عبادت د ځايونو نه ټول نران او ښځې کنجرې وويستلې او هغه ټول بُتان يې لرې کړل چې د هغۀ پلار نيکۀ جوړ کړى وُو.
13
هغۀ خپله نيا معکه د ”مور مَلِکه“ د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې يو بېحيا بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو او د قِدرون په مېدان کښې يې وسوزولو.
14
اګر چې آسا علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه کړى، خو بيا هم ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار وو.
15
د هغۀ پلار چې کوم څيزونه خُدائ پاک ته وقف کړى وُو نو هغه ټول يې د مالِک خُدائ په کور کښې کېښودل، د سرو زرو او سپينو زرو هغه څيزونه يې هم کېښودل چې هغۀ په خپله وقف کړى وُو.
16
د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې همېشه د يو بل خِلاف په جنګ وُو.
17
بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل چې د يهوداه ټول تګ راتګ بند کړى.
18
نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِنحدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طابرمون زوئ وو،
19
”راځه چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې لوظ وکړُو. ګوره، دا سپين زر او سرۀ زر تحفه درلېږم. نو د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه، چې هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان بهر کړى.“
20
بِنحدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيلبيتمعکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه.
21
کله چې بعشا بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د راما دېوالونه پخول پرېښودل او تِرضاه ته لاړو.
22
بيا آسا بادشاه په ټوله يهوداه کښې هر چا ته دا حُکم وکړو چې د راما نه هغه کاڼى او لرګى يوسى چې بعشا د دې پَخو دېوالونو جوړولو دپاره استعمالول. د دې سامان سره آسا د مصفاه او جبعه ښار مضبوط کړو چې د بنيامين په علاقه کښې وو.
23
نور هر څۀ چې آسا بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او کوم ښارونه يې چې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. خو په بوډاتوب کښې ورباندې د پښو بيمارى راغله.
24
آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
25
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په دوېم کال کښې، د يربعام بادشاه زوئ ندب د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه.
26
لکه څنګه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه نو هغۀ هم وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.
27
د يساکار قبيلې د اخياه زوئ بعشا د ندب خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، په دې وخت کښې ندب او د هغۀ لښکر د فلستيه په مُلک کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو.
28
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال داسې وشول. او بعشا د ندب نه پس د اِسرائيل بادشاه شو.
29
څنګه چې هغه بادشاه شو نو هغۀ د يربعام د خاندان کسان ووژل. هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه فرمائيلى وُو، د يربعام مکمل خاندان ووژلے شو، يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
30
دا ځکه چې يربعام د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغې ګناه په وجه چې هغۀ کړې وه او اِسرائيليان هم د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
31
نور هر څۀ چې ندب کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
32
د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا هر وخت د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو.
33
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال د اخياه زوئ بعشا د ټول اِسرائيل بادشاه شو او څليريشت کاله يې په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه.
34
لکه څنګه چې مخکښې يربعام بادشاه ګناه کړې وه نو هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22