bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Kings 6
1 Kings 6
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 7 →
1
د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو.
2
دننه دا تقريباً دېرش ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اوچته وه.
3
د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو.
4
د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې.
5
هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې.
6
د دې کوټو درې درې منزلونه وُو. لاندينۍ کوټه تقريباً دوه نيمه ګزه پلنه، دوېمه کوټه درې ګزه پلنه او آخرى کوټه درې نيم ګزه پلنه وه. د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو کښې سورى نۀ وُو جوړ کړے شوى، څۀ کاڼى بهر راوتى وُو چې د چت تيرونه ورباندې پراتۀ وُو او په دېوال کښې دننه نۀ لګېدل.
7
د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے.
8
د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دوېم او درېم چت ته يې پوړۍ ختلې وې.
9
نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو.
10
هغۀ د کور په درې طرفونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اوچته وه.
11
د مالِک خُدائ کلام په سليمان نازل شو چې،
12
”تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې به عمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده.
13
زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو سره په دې کور کښې اوسېږم او زۀ به هيڅکله هغوئ پرې نۀ ږدم.“
14
نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.
15
دننه دېوالونه د بېخ نه واخله تر چته پورې د دِيار په تختو پټ کړے شوى وُو او فرش يې د نختر نه جوړ وو.
16
دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اوږده وه او د دِيار تختې يې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې.
17
د زيات مقدس ځائ په مخکښې لويه کوټه تقريباً شل ګزه اوږده وه.
18
د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دننه ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل.
19
د هغه کور شاته يوه دنننۍ کوټه جوړه شوې وه، چرته چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق کېښودے شو.
20
دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربانګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه.
21
د مالِک خُدائ د کور دنننۍ برخه په سرو زرو باندې پټه وه او د زيات مقدس ځائ د ننوتلو دروازې د حِفاظت دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه لګولى شوى وُو.
22
د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په زيات مقدس ځائ کښې قربانګاه هم په سرو زور پټه وه.
23
د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې اېښودے شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو.
24
دواړه يو هومره او په يو شکل وُو. د هر يو تقريباً درې ګزه اوږدۀ وزر وُو، نو د يو وزر د يو سر نه د بل وزر د سر پورې فاصله پينځۀ ګزه وه.
27
دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ اېښودلے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزرونه د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزرونه د دېوالونو سره لګېدل.
28
د وزرو والا دواړه مخلوق په سرو زرو باندې پټ وُو.
29
د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او د ګلونو په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى وُو.
30
او دنننے او بهرنے فرش هم په سرو زرو باندې پټ وو.
31
د زيتُونو لرګى نه جوړې دوه دروازې د زيات مقدس ځائ په خولۀ کښې لګولے شوې وې، د دروازې د چوکاټ بازوګان پينځۀ مخيز وُو.
32
دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو.
33
مينځنۍ کوټې ته ننوتو دروازې د چوکاټ دپاره د زيتُونو د لرګى نه څلور مخيز بازوګان جوړ کړے شوى وُو.
34
د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې.
35
او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې.
36
د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې درېمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تيرونه وُو.
37
د مالِک خُدائ د کور بنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې اېښودے شوے وو.
38
په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22