bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Kings 16
1 Kings 16
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 17 →
1
بيا د مالِک خُدائ کلام د حنانى په زوئ ياهُو پېغمبر نازل شو او د بعشا دپاره يې دا پېغام ورکړو،
2
”ما د خاورو نه اوچت کړې او د اِسرائيليانو مشر مې جوړ کړې. خو د يربعام په شان تا هم ګناه کړې ده او زما خلق دې د ګناه طرف ته بوتلى دى. د هغوئ ګناهونو زما غصه راپارولې ده،
3
نو زۀ به تا او ستا خاندان تباه کړم، لکه څنګه چې ما يربعام او د هغۀ خاندان تباه کړے وو.
4
ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به يې وخورى او څوک هم چې په مېدان کښې مړۀ شى نو مارغان به يې وخورى.“
5
بعشا چې نور هر څۀ هم کړى دى سره د هغۀ د بهادرۍ ټولو کارنامو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
6
بعشا مړ شو او په تِرضاه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ ايله د هغۀ نه پس بادشاه شو.
7
د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.
8
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په شپږويشتم کال، د بعشا زوئ ايله د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې په تِرضاه باندې بادشاهى وکړه.
9
د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.
10
زِمرى کور ته ورننوتلو، ايله يې ووژلو او د هغۀ په تخت کښېناستو. د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال داسې وشول.
11
څنګه چې زمرے د هغۀ په تخت کښېناستو، نو هغۀ د بعشا د خاندان ټول کسان ووژل. د هغۀ ټول نران رشتهدار او نران دوستان يې ووژل.
12
نو چې څنګه مالِک خُدائ د ياهُو پېغمبر په ذريعه د بعشا خِلاف فرمائيلى وُو، زِمرى د بعشا مکمل خاندان ووژلو.
13
د خپلې ګناه او د بنى اِسرائيلو د ګناه طرف ته بوتلو په وجه، بعشا او د هغۀ زوئ ايله د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.
14
ايله چې نور هر څۀ هم کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
15
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال، زِمرى په تِرضاه کښې اووۀ ورځې په اِسرائيل بادشاهى وکړه. د اِسرائيل فوجيانو په فلستيه کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو،
16
او کله چې هغوئ خبر شو چې زِمرى د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړې ده او بادشاه يې وژلے دے، نو هلته هغوئ ټولو دا اِعلان وکړو چې د هغوئ فوجى مشر عُمرى د اِسرائيل بادشاه دے.
17
عُمرے او د هغۀ فوجيان د جبتون نه لاړل او تِرضاه يې محاصره کړو.
18
کله چې زِمرى وليدل چې ښار قبضه شوے دے، نو هغه د محل دنننۍ قلعې ته لاړو، په محل يې اور بل کړو او هغه د اور په لمبو کښې مړ شو.
19
د مالِک خُدائ خِلاف د هغۀ د ګناهونو په وجه داسې وشول، لکه څنګه چې د هغۀ نه مخکښېنى يربعام د خپلې ګناه په وجه مالِک خُدائ نارضا کړے وو او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
20
زِمرى چې نور څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د بغاوت د منصوبې جوړولو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
21
نو د دې نه پس اِسرائيليان په دوو ډلو کښې تقسيم شول، نيمو کسانو وئيل چې د جينت زوئ تِبنى بادشاه جوړوُو او نيم د عُمرى په حق کښې وُو.
22
خو د عُمرى قبيلې وګټله او د جينت زوئ تِبنى په ډله باندې بريالى شول. تِبنى ووژلے شو او عُمرى بادشاه شو.
23
نو د يهوداه د آسا بادشاه د بادشاهۍ په يو دېرشم کال، عُمرى د اِسرائيل بادشاه شو او دولس کاله يې بادشاهى وکړه، وړومبے شپږ کاله هغۀ په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه،
24
او بيا هغۀ د سپينو زرو په شپږ زره سيکو باندې د سامريه غر د يو سړى نه واخستلو چې نوم يې سمر وو. عُمرى د غرۀ نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل، هلته يې يو ښار جوړ کړو او سامريه نوم يې پرې کېښودو، سمر د دې غر مخکښېنے مالِک وو.
25
عُمرى د مالِک خُدائ په نظر کښې بد کارونه کول او د مالِک خُدائ خِلاف يې د مخکښېنو بادشاهانو نه زياته ګناه وکړه.
26
د يربعام په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغۀ د خپلې ګناه او د هغه ګناه په وجه وُو چې بنى اِسرائيليان يې د بُت پرستۍ طرف ته بوتلى وُو.
27
نور هر څۀ چې عُمرى کړى وُو او د هغۀ ټولې کاميابۍ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
28
عُمرى مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخىاب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
29
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال، د عُمرى زوئ اخىاب د اِسرائيل بادشاه شو، هغۀ په سامريه کښې دوويشت کاله بادشاهى وکړه.
30
هغۀ د مخکښېنو بادشاهانو د هر يو نه زيات د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.
31
هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو.
32
هغۀ په سامريه کښې د بعل دپاره يوه عبادتخانه او يوه قربانګاه جوړه کړه او هغه يې په کښې کېښودو.
33
هغۀ د اشيرې بُت ولګولو. د اِسرائيل د ټولو مخکښېنو بادشاهانو نه يې زيات د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.
34
د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيتايل، حىاېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حىاېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22