bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Samuel 13
1 Samuel 13
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 14 →
1
ساؤل د دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او هغۀ دوه څلوېښت کاله په بنى اِسرائيلو بادشاهى وکړه.
2
ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيتايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.
3
يونتن په فلستيانو حمله وکړه او په جبعه کښې يې د هغوئ قلعه تباه کړه او ټول فلستيان د دې نه خبر شول. بيا ساؤل پېغام وړُونکى ولېږل چې عبرانيان د جنګ دپاره راوغواړى او په ټول مُلک کښې يې د خبردارى دپاره بيګلې وغږولې.
4
نو ټول بنى اِسرائيليان خبر شول چې ساؤل فلستىے مشر وژلے دے او دا چې فلستيان ستاسو نه نور نفرت هم کوى. نو خلق راغونډ شول او په جِلجال کښې د ساؤل سره شول.
5
فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيتآون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.
6
کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،
7
هغه نور د جاد او جِلعاد علاقې ته د اُردن سيند نه پورې وتل. ساؤل تر اوسه پورې په جِلجال کښې وو او د هغۀ سره چې کوم خلق وُو هغوئ د يرې نه ريږدېدل.
8
هغۀ اووۀ ورځې د سموئيل اِنتظار وکړو، لکه څنګه چې سموئيل ورته فرمائيلى وُو، خو سموئيل بيا هم جِلجال ته رانۀ غلو. نو خلقو د ساؤل په پرېښودو شروع وکړه،
9
نو هغۀ ورته ووئيل، ”ما له سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې راوړئ.“ او هغۀ په خپله يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کړه،
10
او چې څنګه يې نذرانه ختمه کړه، نو سموئيل راورسېدو. ساؤل هغۀ سره مِلاوېدو او ستړى مشى له ورَغلو،
11
خو سموئيل وفرمائيل، ”تا څۀ کړى دى؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”خلق زما نه تلل، خو چې تا څنګه فرمائيلى وُو نو تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، د دې نه علاوه، فلستيان په مِکماس کښې د جنګ دپاره راغونډيږى.
12
نو زما خيال دا وو چې فلستيان دلته په ما باندې په جِلجال کښې حمله کوى، خو ما مالِک خُدائ ته سوال نۀ وو کړے او زۀ مجبور وم چې نذرانه پېش کړم.“
13
سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”داسې کول بېوقوفى وه. تا د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکم نۀ دے منلے. کۀ تا منلے وے نو هغۀ به تۀ او ستا اولاد بادشاهان جوړ کړى وئ چې همېشه دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړئ.
14
خو اوس به ستا بادشاهى ختمه شى. ځکه چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده، مالِک خُدائ يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ خوښ وو او هغه يې د خپلو خلقو بادشاه مقرر کړے دے.“
15
سموئيل د جِلجال نه روان شو او په خپله مخه لاړو. پاتې خلق په ساؤل پسې لاړل چې د فوجيانو سره شامل شى، هغوئ د جِلجال نه د بنيامين په علاقه کښې جبعې ته لاړل. ساؤل د خپل لښکر معائنه وکړه چې تقريباً شپږ سوه سړى پاتې وُو.
16
ساؤل، د هغۀ زوئ يونتن او د دوئ سړو د بنيامين په علاقه جبعه کښې خېمې ولګولې، د فلستيانو خېمې په مِکماس کښې وې.
17
فلستى فوجيان په درېو ډلو کښې د حملې دپاره د خپلو خېمو نه ووتل، يوه قبيله د سعال په علاقه کښې عفره ته لاړه،
18
بله ډله بيتحورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو.
19
(په بنى اِسرائيلو کښې لوهار نۀ وو ځکه چې د فلستيانو اراده دا وه چې عبرانيان تُورې او نېزې جوړې نۀ کړى.
20
بنى اِسرائيليان به د خپلو يوو، ګينټو، تبرُونو او لورونو تېرولو دپاره فلستيانو له تلل،
21
د تبرُونو او لورونو د تېرۀ کولو او د غوَيى د سامان مرمت کولو مزدورى يوه وړه سيکه وه او دوه سيکې د يوې او ګينټۍ تېرۀ کولو دپاره وې.)
22
نو د جنګ په هغه ورځ باندې د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن نه بغېر د يو بنى اِسرائيلى فوجى سره هم تُوره يا نېزه نۀ وه.
23
فلستيانو د فوجيانو يوه ډله ولېږله چې د مِکماس د درې حِفاظت وکړى.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31