bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Samuel 20
1 Samuel 20
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 21 →
1
بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“
2
يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“
3
خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“
4
يونتن ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم غواړې نو زۀ به يې کوم.“
5
داؤد ورته وفرمائيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے او ما له په کار دى چې د بادشاه سره روټۍ وخورم. خو کۀ ستا خوښه وى، نو زۀ به سبا نه بل سبا ماښام پورې په پټو کښې پټ شم.
6
خو کۀ ستا پلار ته پته ولګى چې زۀ موجود نۀ يم، نو هغۀ ته ووايه چې ما ستا نه اجازت وغوښتو چې زر زر په بيتلحم کښې کور ته لاړ شم، ځکه چې زما د ټولې خاندان دپاره دا د کلنى قربانۍ وخت دے.
7
کۀ هغه ووائى چې ټيک ده، نو زۀ به بچ شم، خو کۀ هغه غصه شى، نو تا ته به پته ولګى چې هغه ما ته د نقصان رسولو اراده لرى.
8
مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“
9
يونتن ورته ووئيل، ”داسې خيال مۀ کوه، کۀ په رښتيا سره ما ته دا پته وے چې زما پلار تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو ما به تا ته نۀ وئيل څۀ؟“
10
نو داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا له چې پلار په غصه کښې جواب درکړى نو ما ته به څنګه پته ولګى؟“
11
يونتن ورته ووئيل، ”راځه چې پټو ته لاړ شُو.“ نو هغوئ لاړل،
12
او يونتن داؤد ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې زمونږ ګواه وى چې سبا يا بل سبا دا وخت به زۀ د خپل پلار نه تپوس وکړم. کۀ د هغۀ اراده ستا دپاره ښۀ وى نو زۀ به تا خبر کړم.
13
خو کۀ هغه تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو مالِک خُدائ دې ما ووژنى کۀ ما تۀ خبر نۀ کړې او بچ مې نۀ کړې. مالِک خُدائ دې ستا مل وى لکه څنګه چې هغه زما د پلار مل وو.
14
او کۀ زۀ ژوندے پاتې شوم، نو مِهربانى وکړه او خپله مقدسه وعده پوره کړه او زما وفادار اوسه، خو کۀ زۀ مړ شوم،
15
نو زما د خاندان سره هم د همېشه دپاره وفادار اوسه. او چې کله مالِک خُدائ ستا ټول دشمنان د زمکې د مخ نه ورک کړى،
16
نو زمونږ د يو بل سره وعده دې بيا هم نۀ ماتيږى. کۀ دا ماته شى، نو مالِک خُدائ به تا له سزا درکړى.“
17
يونتن د داؤد نه يو ځل بيا وعده واخستله چې د هغۀ سره به مينه کوې، ځکه چې يونتن د داؤد سره د خپل ځان په شان مينه کوله.
18
بيا يونتن هغۀ ته ووئيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے، کۀ تۀ د روټۍ په دسترخوان باندې نۀ يې نو پته به ولګى.
19
سبا نه بل سبا هغه ځائ ته لاړ شه چرته چې تۀ مخکښې پټ شوے وې او د ګټ سره اِنتظار وکړه.
20
بيا به زۀ هغه ګټ په درېو غشو باندې وولم چې دا ګنې نښه ده.
21
بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى.
22
خو کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې وړاندې لاړ شه غشى ستا نه مخکښې دى، نو مطلب به دا وى چې ځان وباسه، ځکه چې مالِک خُدائ تا لېږى.
23
د هغې دپاره چې مونږ د يو بل سره وعده کړې ده، نو مالِک خُدائ دې وکړى چې دا وعده مونږ د همېشه دپاره پوره کوُو.“
24
نو داؤد په پټو کښې پټ شو. او د نوې مياشتې په اختر باندې ساؤل بادشاه روټۍ له راغلو.
25
او د دېوال سره په خپل ځائ باندې کښېناستو. ابنير ورسره کښېناستو او يونتن ورته مخامخ کښېناستو. او د داؤد ځائ خالى وو،
26
خو ساؤل په هغه ورځ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل، ځکه چې د هغۀ خيال دا وو چې هغه د څۀ وجې نه پليت شوے دے او هغه بېشکه ناپاک دے.
27
په بله ورځ، د نوې مياشتې اختر پسې ورځ باندې، د داؤد ځائ بيا هم خالى وو او ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”داؤد ولې نۀ پرون روټۍ له راغلے وو او نۀ نن راغلو؟“
28
يونتن جواب ورکړو، ”هغۀ ما ته سوال وکړو چې هغه پرېږدم چې بيتلحم ته لاړ شى.
29
هغۀ ووئيل چې مِهربانى وکړه او ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې زمونږ خاندان په ښار کښې قربانى کوى او ورور مې حُکم راکړو چې هلته موجود شه. کۀ تۀ زما نه خوشحال يې نو ما پرېږده چې زما خپلوان وګورم. نو دا وجه ده چې هغه ستا په دسترخوان باندې په خپل ځائ باندې نشته.“
30
ساؤل يونتن ته سخت غصه وو او ورته يې ووئيل، ”تۀ د يوې سرکشې او بېوفا ښځې زوئ يې. اوس ما ته دا پته ده چې تۀ د داؤد ملګرتيا کوې او د خپلې مور او د خپل ځان بېعزتى کوې.
31
تا ته دا پته نۀ لګى څۀ چې تر کومې پورې داؤد ژوندے وى، نو تۀ به هيڅکله د دې مُلک بادشاه نۀ شې؟ اوس لاړ شه او هغه دلته راوله، هغه به خامخا وژلے شى.“
32
يونتن جواب ورکړو، ”هغه به ولې مرى؟ هغۀ څۀ کړى دى؟“
33
او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى.
34
نو يونتن په غصه کښې د دسترخوان نه پاڅېدو او په هغه ورځ يې هيڅ هم ونۀ خوړل چې د نوې مياشتې د اختر دوېمه ورځ وه. هغه ډېر زيات خفه وو ځکه چې د هغۀ پلار ساؤل د داؤد بېعزتى کړې وه.
35
په ورپسې سحر يونتن پټو ته لاړو چې د داؤد سره مِلاو شى، لکه چې څنګه هغوئ دا وخت مقرر کړے وو. او د ځان سره يې يو هلک هم بوتلو
36
او هغۀ ته يې ووئيل، ”منډه کړه او چې زۀ کوم غشى ولم نو هغه لټوه.“ هلک منډه کړه او يونتن د هغۀ نه مخکښې يو غشے وويشتو.
37
کله چې هلک هغه ځائ ته ورسېدو چرته چې غشے غورزېدلے وو، نو يونتن ورته آواز وکړو، ”غشے نور هم مخکښې دے،
38
دلته مۀ ايسارېږه، زر زر لاړ شه.“ نو هلک غشے راواخستلو او خپل نېک ته راواپس شو،
39
او د دې پته ورته نۀ وه چې د دې مطلب څۀ دے، صِرف يونتن او داؤد ته پته وه.
40
يونتن خپله وسله هلک له ورکړه او ورته يې ووئيل چې دا ښار ته واپس يوسه.
41
کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو.
42
بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31