bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 Samuel 7
1 Samuel 7
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 8 →
1
نو د قِريَتيعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلىعزر د دې مشر مقرر کړو.
2
د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ډېره موده تقريباً تر شلو کالو پورې په قِريَتيعريم کښې ايسار وو. په دې وخت کښې ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره وژړل.
3
سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“
4
نو بنى اِسرائيلو د بعل او عستارات د بُتانو نه خپل ځانونه خلاص کړل او صِرف د مالِک خُدائ عبادت يې کولو.
5
بيا سموئيل ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل چې په مصفاه کښې راغونډ شى او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به هلته ستاسو دپاره مالِک خُدائ ته سوال وکړم.“
6
نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.
7
کله چې فلستيان خبر شول چې بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى، فلستى بادشاهان د خپلو سړو سره د هغوئ خِلاف جنګ له راووتل. بنى اِسرائيليان د دې نه خبر شول او ويرېدل،
8
او سموئيل ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته دُعا کول مۀ پرېږده چې مونږ د فلستيانو نه بچ کړى.“
9
سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده.
10
کله چې سموئيل نذرانه پېش کوله، نو فلستيان د حملې دپاره مخکښې ورغلل، خو بيا هم په هغه وخت مالِک خُدائ د هغوئ خِلاف د يو لوئ تندر په شان آواز وکړو. فلستيان دومره په وارخطايۍ آخته شول چې وتښتېدل.
11
بنى اِسرائيليان د مصفاه نه روان شول او تقريباً تر بيتکَر پورې په فلستيانو پسې وُو او په لاره باندې يې وژل.
12
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.
13
نو فلستيانو شکست وخوړو او مالِک خُدائ دې ته پرې نۀ ښودل چې تر کومې پورې سموئيل ژوندے وو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو په علاقه قبضه وکړى.
14
بنى اِسرائيلو ته هغه ټول ښارونه واپس مِلاو شول چې د عقرون او جات په مينځ کښې وُو او فلستيانو قبضه کړى وُو او داسې بنى اِسرائيلو خپله ټوله علاقه واپس واخستله. او د کنعانيانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې هم امن وو.
15
سموئيل ټول عُمر د بنى اِسرائيلو قاضى وو.
16
هغه به هر کال په بيتايل، جِلجال او مصفاه کښې ګرځېدو او په دې ځايونو کښې يې لانجې هوارولې.
17
بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه هم جوړه کړې وه.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31