bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Acts 15
Acts 15
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 16 →
1
بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“
2
په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى.
3
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
4
کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.
5
بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېريهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“
6
نو رسولانو او مشرانو جرګه جوړه کړه چې په خپلو کښې په دې مسئلې مشوره وکړى.
7
د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېريهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.
8
او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو.
9
هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.
10
نو اوس بيا تاسو خُدائ پاک ولې آزمايئ او د دې مريدانو په اوږو داسې جغ ولې ږدئ چې نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ پلارانو نيکونو وړلے شو؟
11
نه، زمونږ عقيده ده چې مونږ د مالِک عيسىٰ د فضل په وسيله خلاصون موندلے دے او دغه شان دوئ هم.“
12
په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېريهوديانو کښې ښکاره کړې وې.
13
هغوئ چې خبرې بس کړې نو يعقوب ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما ته غوږ کېږدئ.
14
شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېريهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.
15
دا د نبيانو د کلام سره هم سمون خورى لکه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې،
16
”د هغې نه پس به زۀ واپس راشم او د داؤد نړېدلے کور به بيا آباد کړم، او زۀ به دا بيا ودان کړم
17
د دې دپاره چې نور انسانان، يعنې غېريهوديان زما لټون وکړى څوک چې ما رابللى او خپل کړى دى. مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه چې دغه کارونه کوى،
18
چې د پيړو راسې معلوم دى.“
19
د دې دپاره زما فېصله دا ده چې مونږ هغه غېريهوديانو ته تکليف ورنۀ کړُو څوک چې په خُدائ پاک ايمان راوړى،
20
بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.
21
ځکه چې د پخوا زمانې نه په هر ښار کښې د موسىٰ د شريعت تعليم ورکول کېدو او په هر سبت به په عبادتخانو کښې تلاوت کېدو.“
22
بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.
23
او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېريهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.
24
مونږ اورېدلى دى چې زمونږ ځينى کسان زمونږ د حُکم نه بغېر درغلى دى او په خپلو خبرو يې تاسو پرېشانه کړى يئ او ستاسو ذهنونه يې ګډوډ کړى دى.
25
مونږ دا فېصله کړې ده چې خپل نمائنده ګان خوښ کړُو او د خپلو خوږو ملګرو برنباس او پولوس سره يې تاسو له درولېږو،
26
چا چې خپل ځانونه زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د نوم دپاره په خطره کښې اچولى دى.
27
د دې دپاره مونږ يهوداه او سيلاس درلېږو او هغوئ به درته په خپله دا خبرې تېرې کړى.
28
دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو.
29
تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“
30
نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول او اَنطاکيه ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائ جمع کړو او خط يې ورله ورکړو.
31
کله چې هغوئ دا خط ولوستلو نو هغوئ په دې تسلۍ خوشحاله شول.
32
يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو.
33
هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس ايماندارانو هغوئ په خير سره خپلو استوونکو ته واپس ولېږل.
35
خو پولوس او برنباس په اَنطاکيه کښې پاتې شول او هلته يې د ډېرو نورو سره د مالِک کلام اورولو او تعليم يې ورکولو.
36
نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“
37
د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى.
38
خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چې هغه د ځان سره ملګرے کړى ځکه چې يوحنا هغوئ په پمفوليه کښې ځانله پرېښے وُو او د خِدمت په کار کښې يې دوئ سره ملګرتيا نۀ وه کړې.
39
د هغوئ اختلاف دومره زيات شو چې هغوئ د يو بل نه جدا شول او برنباس مرقوس د ځان سره کړو او په سمندرى جهاز کښې قبرص ته روان شو.
40
خو پولوس سيلاس خوښ کړو او هغه په خپل سفر روان شو. ايماندارانو هغه د مالِک فضل ته وسپارلو.
41
هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28