bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Acts 27
Acts 27
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 28 →
1
کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول.
2
بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو ته تلو او په سمندر کښې روان شُو. زمونږ په ملګرو کښې د تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چې نوم يې اريسترخوس وو.
3
په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى.
4
چې د هلته نه روان شُو نو په سمندر کښې د تېزې سيلۍ په وجه مونږ د قبرص د جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو ځکه چې هلته هوا کمه لګېده.
5
د کلکيه او د پمفوليه د سمندر نه د تېرېدو نه وروستو مونږ په لکيه کښې ميره نومې ښار ته راغلو.
6
هلته صوبه دار د اسکندريه يو جهاز وموندلو چې اِټلى ته روان وو او مونږ يې په کښې سوارۀ کړو.
7
تر ډېرو ورځو پورې مونږ ډېر ورو ورو تلو او کنيدوس ته په ډېر تکليف ورسېدو. او چې هوا زمونږ مخالف وه نو مونږ د کريت په ژۍ ژۍ کښې سلمونې ته لاړو.
8
په مشکل سره مونږ د سمندر په غاړه تلو، بيا مونږ يو ځائ ته راغلو چې نوم يې ښائسته بندرګاه وه چې د لسيه ښار سره نزدې وو.
9
اوس کافى وخت تېر شوے وو او په سمندرى سفر تلل خطرناک وُو ځکه چې روژه هم تيره شوې وه. نو پولوس هغوئ ته دا مشوره ورکړه
10
او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، ما ته ښکارى چې دا سفر به خطرناک وى او دا به يو لوئ نقصان وى، نۀ صرف د جهاز او د سامان بلکې زمونږ د ژوند تاوان به هم وى.“
11
خو پولوس چې څۀ ووئيل نو صوبه دار د هغې په ځائ د ماڼکى او د جهاز د مالِک رايه زياته بهتره وګڼله.
12
ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.
13
کله چې د جنوب نه نرۍ هوا راوالوته نو هغوئ ګُمان وکړو چې هغوئ خپل مقصد تر سره کولے شى، نو لنګر يې پورته کړو او غاړې ته نزدې د کريت په ژۍ ژۍ کښې روان شول.
14
خو ډېر وخت نۀ وو تېر شوے چې يوه طوفانى هوا د جزيرې نه راوالوته چې ورته شمال مشرقى هوا وائى.
15
نو چې جهاز ګېر شو او په طوفان کښې مخکښې نه شو تلے، نو مونږ ورته لاره ورکړه او هوا سره روان شُو.
16
مونږ د کاوده نومې يوې ورکوټې جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو او هلته مو په مشکل سره د جهاز کِشتۍ قابو کړه.
17
جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو.
18
په بله ورځ چې ډېر سخت طوفان وو نو هغوئ د جهاز نه بوج کمولو دپاره سامان غورزول شروع کړل.
19
او په درېمه ورځ يې د جهاز آوزار په خپلو لاسونو وغورزولو.
20
کله چې تر ډېرو ورځو، نۀ نمر ښکارېدو او نۀ ستورى، بلکې سخت طوفان چلېدو نو آخر زمونږ د بچ کېدو ټول اُميد هم ختم شو.
21
هغوئ د ډېرو ورځو نه بېخوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.
22
خو اوس زۀ درته نصيحت کوم چې زړونه مۀ بائيلئ ځکه چې په تاسو کښې به هيڅ څوک هم مړ نۀ شى خو صرف جهاز به غرق شى.
23
ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله
24
او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.
25
نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى.
26
خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“
27
کله چې څوارلسمه شپه راغله او مونږ لا د ادريه په سمندر کښې په جهاز کښې يو خوا بل خوا روان وُو چې په نيمه شپه د جهاز ماڼکيانو دا محسوسه کړه چې زمکه رانزدې کيږى،
28
نو هغوئ اندازه واخسته او ژوروالے يې څلوېښت ګزه وختلو. او لږ ساعت پس يې چې بيا اندازه واخسته نو دېرش ګزه وه.
29
هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه.
30
خو ماڼکيانو د جهاز نه د تښتېدلو کوشش کولو. هغوئ د جهاز نه کِشتۍ سمندر ته کوزه کړه او بهانه يې وکړه چې مونږ د جهاز د څوکې نه لنګرونه اچوو.
31
نو پولوس صوبه دار او سپاهيانو ته ووئيل چې، ”کۀ دا سړى په جهاز کښې پاتې نۀ شى نو په تاسو کښې به يو کس هم بچ نۀ شى.“
32
نو سپاهيانو د کِشتۍ پړى پرېکړل او کولاو يې پرېښودله چې ځى.
33
د سحر کېدو نه لږ وړاندې پولوس ټولو ته منت وکړو چې څۀ وخورئ. هغۀ ووئيل چې، ”د تېرو څوارلسو ورځو نه تاسو په شک کښې وئ او بېخوراکه وئ او تاسو هيڅ هم نۀ دى خوړلى.
34
نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“
35
د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو.
36
بيا هغوئ ټول زړَور شول او په خپله يې خوراک وکړو.
37
مونږ ټول په جهاز کښې دوه سوه شپږ اويا کسان وُو.
38
هغوئ د مړېدلو نه وروستو د جهاز د وزن سپکولو دپاره غنم سمندر ته ورګزار کړل.
39
کله چې ورځ شوه نو هغوئ زمکه ونۀ پېژنده خو د خليج غاړه يې په نظر شوه، نو هغوئ فېصله وکړه چې کۀ کېدے شى نو په دې به جهاز وخېژوُو.
40
نو هغوئ د لنګر پړى پرې کړل او په سمندر کښې يې پرېښودل. او هم په هغه وخت هغوئ د جهاز د چپُو پړى سست کړل او مخکښې بادبان يې باد ته وخېژولو او هغوئ د غاړې طرف ته جهاز روان کړو.
41
خو بيا جهاز شګلن ځائ ته ورسېدو او په زمکه ولګېدلو. د جهاز مخکښۍ حِصه ولګېده او انښتې پاتې شوه خو وروستونۍ حِصه يې د چپو په زور ماته شوه.
42
نو د سپاهيانو اراده دا وه چې قېديان به ووژنو هسې نه چې په لامبو وهلو وتښتى.
43
خو صوبه دار غوښتل چې پولوس بچ کړى او هغوئ يې له دې صلاح نه منع کړل. هغۀ حُکم ورکړو چې هر چا له چې لامبو ورځى هغه دې اول سمندر ته ټوپ کړى او وچې ته دې ځان ورسوى.
44
او نور به ورپسې، څۀ په تختو او څۀ د جهاز په ټوټو ځى. او دغه شان ټول په خير سره وچې ته ورسېدل.
← Chapter 26
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 28 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28