bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Acts 18
Acts 18
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 19 →
1
د دې نه پس پولوس د اتينيه نه روان شو او کورنتوس ته لاړو.
2
هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو يهوديانو ته حُکم ورکړے وو چې د روم نه ووځئ. پولوس هغوئ سره د مِلاوېدو دپاره ورغلو.
3
پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.
4
هغۀ به د هر سبت په ورځ د يهوديانو په عبادتخانې کښې بحث مباحثه کوله او د هغۀ کوشش دا وو چې يهوديان او يونانيان خپل ځان ته راواړوى.
5
کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.
6
خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېريهوديانو ته لاړ شم.“
7
بيا هغه د عبادتخانې نه روان شو او د تيطيوس يوستوس نومې سړى کور ته لاړو چې د خُدائ پاک عبادت کوونکے وو او کور يې د عبادتخانې سره نزدې وو.
8
کرسپوس چې د عبادتخانې مشر وو سره د خپل مکمل خاندان په مالِک ايمان راوړو، او ډېرو کورنتيانو چا چې د پولوس تعليم واورېدو ايمان يې راوړو او بپتسمه ورته ورکړے شوه.
9
يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، خپل تبليغ جارى ساته او خاموشه کېږه مه،
10
ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“
11
نو هغه هلته يو کال او شپږ مياشتې پاتې شو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د کلام تعليم ورکولو.
12
خو چې کله ګليو د اخيه حاکِم شو نو يهوديانو په شريکه په پولوس حمله وکړه او هغه يې عدالت ته پېش کړو.
13
هغوئ ووئيل چې، ”دغه سړے په داسې طريقه خلق د خُدائ پاک عبادت ته راړوى چې د شريعت خلاف ده.“
14
څنګه چې پولوس جواب ورکولو نو په دې کښې ګليو يهوديانو ته ووئيل چې، ”کۀ چرې دا خبره د جرم يا د سخت شرارت وى نو يهوديانو، ما به ستاسو شکايت مناسب ګڼلے وو.
15
خو چې دا ستاسو د لفظونو، نومونو او د يهودى شريعت خبره ده، نو بيا تاسو په خپله ورسره پوهه شئ، زۀ د داسې مسئلو منصف جوړېدل نۀ غواړم.“
16
او هغۀ هغوئ د عدالت نه وشړل.
17
بيا هغوئ ټولو سوستينس راونيولو څوک چې د عبادتخانې سردار وو او هغه يې د عدالت په وړاندې ووهلو. خو ګليو په دې کار هيڅ غوږ ونۀ ګرولو.
18
پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.
19
کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه.
20
هغوئ ورته د زيات وخت دپاره د پاتې کېدو خواست وکړو خو هغۀ اِنکار وکړو.
21
خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو.
22
کله چې هغه په قيصريه کښې د جهاز نه کوز شو نو هغه يروشلم ته لاړو او د جماعت د خلقو سره مِلاو شو او بيا اَنطاکيه ته واپس شو.
23
هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.
24
نو اپولوس نومې يو يهودى چې د اسکندريه اوسېدونکے وو، اِفِسوس ته راغلو. او د هغۀ خبرې ډيرې خوږې وې او د کِتابِ مقدس تکړه عالم وو.
25
هغۀ د مالِک خُدائ د لارې تعليم حاصل کړے وو او په روحانى جوش سره يې خبرې کولې او د عيسىٰ په حقله يې صحيح تعليم ورکولو. اګر کۀ هغه صرف د يحيىٰ د بپتسمې نه واقف وو.
26
هغۀ په عبادتخانې کښې په زړۀ ورتيا سره خبرې شروع کړې. خو چې کله پرسکله او اکوله د هغۀ خبرې واورېدلې نو هغوئ هغه يو طرف ته کړو او د خُدائ پاک لار يې ورته په صحيح تفصيل سره بيان کړه.
27
او چې اپولوس وغوښتل چې اخيه ته پورې وځى نو ايماندارانو هغۀ ته د تلو ډاډ ورکړو او مريدانو ته يې وليکل چې د هغۀ هرکلے وکړى. نو چې هغه هلته ورسېدو نو هغۀ د هغه چا دپاره چې د خُدائ پاک په فضل يې ايمان راوړى د لوئ ښېګړې سبب شو.
28
ځکه چې هغۀ په مناظره کښې په ډېرو دليلونو سره يهوديان لاجوابه کړل او د کِتاب مقدس نه يې دا ثابته کړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28