bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Matthew 16
Matthew 16
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 17 →
1
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
2
هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو په ماښام کښې وايئ چې موسم به ښۀ شى ځکه چې آسمان سور دے،
3
او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه چې آسمان سور او دوند دے. تاسو د آسمان د مخ تعبير کولے شئ خو د زمانو په نښو نۀ پوهېږئ.
4
دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.
5
خو کله چې هغوئ بلې غاړې ته واوړېدل نو بيا مريدانو ته دا پته ولګېده چې روټۍ ورنه د ياده وتلې ده.
6
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“
7
هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“
8
عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بېايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟
9
تاسو لا تر اوسه نۀ پوهېږئ؟ ولې تاسو ته هغه پينځۀ روټۍ د پينځۀ زره کسانو دپاره يادې نۀ دى، او تاسو څومره ټوکرۍ ترې اوچتې کړې وې؟
10
بيا هغه اووۀ روټۍ د څلورو زرو کسانو دپاره، او څومره غټې ټوکرۍ تاسو ته پاتې شوې وې؟
11
تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“
12
بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.
13
خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“
14
هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، څۀ دې الياس ګڼى، او څۀ نور دې اوس هم يرمياه يا د نبيانو نه يو ګڼى.“
15
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ، چې زۀ څوک يم؟“
16
شمعون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ مسيح د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې.“
17
بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”اے د يوحنا زويه شمعونه، تۀ بېشکه بختور يې. تا دا خبره د فانى انسان نه نۀ ده زده کړې بلکې زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښې اچولې ده.
18
خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.
19
زۀ به تا له د آسمان د بادشاهۍ چابيانې درکړم، تۀ چې په زمکه څۀ منع کړې هغه به په آسمان کښې هم منع شى، او څۀ چې تۀ په زمکه روا کړې هغه به په آسمان کښې هم روا شى.“
20
بيا هغۀ مريدان په سختۍ سره منع کړل چې، ”هيچا ته مۀ وايئ چې هغه مسيح دے.“
21
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“
22
بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“
23
بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“
24
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
25
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.
26
کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟
27
ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.
28
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28