bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Matthew 4
Matthew 4
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
1
روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى.
2
هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو.
3
بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“
4
عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې وائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د خُدائ پاک د خولې نه راوځى.“
5
بيا اِبليس هغه مقدس ښار ته بوتلو او د خُدائ د کور په مناره يې ودرولو
6
او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.“
7
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”صحيفې دا هم وائى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“
8
بيا اِبليس هغه د يو ډېر اوچت غرۀ څوکې ته وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ او د هغې شان او شوکت يې ورښکاره کړل
9
او ورته يې ووئيل چې، ”دا هر څۀ به تا له درکړم خو کۀ تۀ راته صرف سجده وکړې او زما عبادت وکړې.“
10
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“
11
نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
12
هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.
13
ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے.
14
دا د يشعياه نبى خبرې پوره کول وُو يعنې،
15
”د زبولون او د نفتالى علاقه، د درياب طرف ته د اُردن نه په خوا کښې، د غېريهوديانو ګليل،
16
کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“
17
د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“
18
عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
19
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدمګير جوړ کړم.“
20
هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
21
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.
22
هغوئ سمدستى کشتۍ او خپل پلار پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
23
عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.
24
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
25
ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28