bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Matthew 7
Matthew 7
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 8 →
1
”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى.
2
ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.
3
تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟
4
او تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟
5
اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.
6
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
7
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.
8
ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.
9
په تاسو کښې داسې څوک شته چې زوئ ترې روټۍ وغواړى او هغه به ورله کاڼے ورکړى؟
10
او يا دا چې ورنه کب وغواړى نو مار به ورکړى؟
11
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى.
12
د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.
13
په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى.
14
خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.
15
د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.
16
تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ. ولې د ازغو جاړو بوټو نه څوک انګور، يا د جاخو نه څوک اينځر راشوکولے شى څۀ؟
17
هم دغه شان ښه ونه ښه مېوه نيسى او د بدې ونې مېوه بده وى.
18
ښه ونه بده مېوه نۀ شى نيولے او بده ونه ښه مېوه نۀ شى نيولے.
19
او کومه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او په اور کښې به وغورزولے شى.
20
ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.
21
هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.
22
په ورځ د قيامت به ډېر ما ته وائى چې مالِکه، مالِکه، مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ او ستا په نوم مو پيريان نۀ وُو شړلى څۀ؟ او هم ستا په نوم مو ډيرې معجزې نۀ وې ښکاره کړې څۀ؟
23
نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بېشرعې خلق زما نه ورک شئ.
24
هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.
25
او چې باران وشو، سېلاب راغلو، زل زول او طوفان تير شو او د دۀ کور سره يې ډغرې وخوړې، خو دا راپرې نۀ وتو ځکه چې بنيادونه يې د يو سخت ګټ دپاسه وُو.
26
خو د هغه چا به بيا څۀ اَنجام وى چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى؟ د هغۀ مِثال د هغه ناپوهه کس دے چا چې په شګو خپل کور جوړ کړے وو.
27
باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“
28
څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې بس کړې نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول،
29
ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28