bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Nehemiah 1
Nehemiah 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 2 →
1
دا د حکلياه د زوئ د حضرت نحمياه کلام دے. کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو نو د هغۀ د بادشاهۍ په شلم کال د کِسليو په مياشت کښې زۀ يعنې حضرت نحمياه په مرکزى ښار سوسه کښې وم.
2
زما ورور حنانى د يهوداه د يو څو سړو سره راورسېدو او ما د هغوئ نه د يروشلم او د هغه يهوديانو په حقله تپوس وکړو کوم چې د بابل د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.
3
هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بېعزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.
4
کله چې زۀ د دې هر څۀ نه خبر شوم، نو زۀ کښېناستم او ومې ژړل. څو ورځې زۀ غمژن وم او خوراک مې نۀ کولو. ما د آسمان خُدائ پاک ته سوال وکړو
5
او ما ووئيل، ”اے مالِکه خُدايه، د آسمان خُدايه پاکه، اے عظيمه او د رُعب خُدايه پاکه، تۀ د هغه چا سره خپل د رحم لوظ پوره کوې چې څوک درسره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،
6
مالِکه خُدايه، ما ته وګوره او زما سوال واوره، لکه څنګه چې زۀ ستا د خِدمتګارانو يعنې بنى اِسرائيلو دپاره شپه او ورځ دُعا کوم. زۀ دا اِقرار کوم چې مونږ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. ما او زما پلار نيکۀ ګناه کړې ده.
7
مونږ ستا خِلاف بدعملې کړې ده او تا چې څۀ حُکم کړے وو په هغې مو عمل نۀ دے کړے. تا چې د خپل خِدمتګار موسىٰ په ذريعه کوم قانون مونږ له راکړے وو په هغې مو عمل نۀ دے کړے.
8
تۀ اوس هغه څۀ راياد کړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ ته دې فرمائيلى وُو چې کۀ تاسو بنى اِسرائيلو ما سره بېوفائى وکړه، نو زۀ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.
9
خو کۀ بيا تاسو ما ته راوګرځېدئ او زما په حُکمونو عمل کوئ، نو زۀ به تاسو واپس هغه ځائ ته راولم کوم ځائ چې ما د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے دے، کۀ تاسو د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هم خوارۀ وارۀ يئ.
10
مالِکه خُدايه، دا ستا خِدمتګاران او ستا خپل خلق دى. تا هغوئ د خپل لوئ طاقت او قوت سره په بيعه آزاد کړل.
11
مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13