bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Nehemiah 3
Nehemiah 3
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 4 →
1
بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حننايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.
2
د يريحو خلقو ورپسې برخه جوړه کړه. د اِمرى زوئ زکور بله برخه جوړه کړه.
3
د سناآه قبيلې د کبانو دروازه جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپل ځائ باندې ولګولې، د دروازې د تالا کولو دپاره يې سيخونه او زنځيرونه ولګول.
4
د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ او د مشيزبايل نمسى مسلام ورپسې برخه جوړه کړه. د بعنه زوئ صدوق بله برخه جوړه کړه.
5
د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، خو د هغوئ مشرانو د هغه کار کولو نه اِنکار وکړو کوم کار چې هغوئ ته خپلو ټېکدارانو حواله کړے وو.
6
د فاسح زوئ يويدع او د بسودياه زوئ مسلام د يسانه دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګول او د تاله کولو دپاره يې په دروازه کښې اړمونه او کُنډې ولګول.
7
د جبعون ملطياه، د مرونوت يدون او د جبعون او مصفاه سړو ورپسې برخه جوړه کړه چې د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات د حکمران کور پورې حِصه وه.
8
د حرهياه زوئ عُزىاېل زرګر ورپسې برخه جوړه کړه. حننياه عطر جوړوونکى ورپسې برخه جوړه کړه، چې د پلن دېوال پورې حِصه وه.
9
د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.
10
د حرومف زوئ يدعياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د خپل کور سره نزدې وه. د حسبنياه زوئ حطوش ورپسې برخه جوړه کړه.
11
د حارِم زوئ مُلکياه او د پخت موآب زوئ حسوب دوئ دواړو ورپسې برخه او د تنور ميناره يې جوړه کړه.
12
د يروشلم د نورې نيمې ضِلعې حکمران يعنې د هلوحيس زوئ سلوم ورپسې برخه جوړه کړه. د هغۀ لوڼو په دې کار کښې د هغۀ مدد کولو.
13
حنون او د زنوح ښار اوسېدونکو د وادۍ دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ هغه دروازې په خپلو خپلو ځايونو باندې ولګولې، هغوئ د دروازې تالا کولو دپاره په دې کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول او د ګند دروازې پورې هغوئ پينځۀ سوه ګزه دېوال بيا جوړ کړو.
14
د بيتهکرم ضِلعې حکمران د ريکاب زوئ مُلکياه د ګند دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ دروازې په خپلو ځايونو باندې ولګولې او د دروازې تالا کولو دپاره يې په کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول.
15
د مصفاه ضِلعې حکمران د کولحوزه زوئ سلوم د فوارې دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ د دروازې دپاسه چت جوړ کړو، دروازې يې په خپل ځائ باندې ولګولې او سيخونه او زنځيرونه يې په کښې ولګول. د سِلح تالاب سره د شاهى باغ سره نزدې هغۀ دېوال جوړ کړو، دا تر هغه ځائ پورې وو چرته چې د داؤد د ښار نه لاندې پوړۍ کوزې شوې وې.
16
د بيتصور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.
17
دې ليويانو د هغه دېوال نورې برخې بيا جوړې کړې: د بانى زوئ رحُوم ورپسې برخه جوړه کړه، د قعيله د نيمې ضِلعې حکمران، حسبياه د خپلې ضِلعې د طرفه ورپسې برخه جوړه کړه،
18
د قعيله د نورې نيمې ضِلعې د حکمران د حنداد زوئ باوى ورپسې برخه جوړه کړه،
19
د مصفاه حکمران د يشوَع زوئ ايصر د وسلې د ګودام په مخکښې ورپسې حِصه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې دېوال تاويږى،
20
د زبى زوئ باروک ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې د مشر اِمام اِلياسب کور ته د ننوتلو دروازه وه،
21
د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د اِلياسب د کور تر آخرى سر پورې رسېدلې وه.
22
دې اِمامانو د دېوال يو څو نورې برخې بيا جوړې کړې: د يروشلم د ګېرچاپېره علاقې نه اِمامانو ورپسې برخه بيا جوړه کړه،
23
بنيامين او د حسوب ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغوئ کورونو ته مخامخ وه، د معسياه زوئ او د عننياه نمسى عزرياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د کور مخې ته وه،
24
د حنداد زوئ بِنوئى ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د عزرياه د کور نه واخله د دېوال د ګوټ پورې وه،
25
د اُوزى زوئ فالال ورپسې برخه جوړه کړه، د دېوال د ګوټ نه او د څوکيدارۍ دربار ته نزدې د محل برنۍ مينارې نه يې شروع وکړه، د پرعوس زوئ فداياه ورپسې برخه جوړه کړه، دا برخه د هغه ځائ پورې وه چې نمرخاتۀ طرف ته يې د اوبو دروازه او د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ اوچته ميناره وه. دا برخه د ښار د هغه حِصې سره نزدې وه چې نوم يې عوفل وو، چرته چې د خُدائ پاک د کور کاريګران اوسېدل.
27
د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، د هغوئ دوېمه برخه، د هغه ځائ نه واخله چې د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ د لوئې مينارې مخامخ وه د هغې نه واخله تر عوفل سره نزدې دېوال پورې وه.
28
د اِمامانو يوې قبيلې ورپسې برخه جوړه کړه، چې شمالى طرف ته د آسونو د دروازې نه تلې وه، هر يو د خپل کور په مخکښې حِصه جوړه کړه.
29
د اِمير زوئ صدوق ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور په مخکښې وه. د نمرخاتۀ طرف دروازې څوکيدار د سکانياه زوئ سمعياه ورپسې برخه جوړه کړه.
30
د شلمياه زوئ حننياه او د صلف شپږم زوئ حنون ورپسې دوېمه برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ مسلام ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور مخې ته وه.
31
مُلکياه زرګر ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغې پورې وه چې کوم کور د خُدائ پاک د کور کاريګرو او سوداګرو استعمالولو، کوم چې د حاضرۍ دروازې سره وو، دا د هغه کوټې سره نزدې وو چې د شمالى نمرخاتۀ طرف ته د ګوټ دېوال دپاسه وو.
32
زرګرانو او سوداګرو آخرى برخه جوړه کړه، دا د ګوټ سره د کوټې نه واخله د ګډو د دروازې پورې وه.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13