bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Nehemiah 11
Nehemiah 11
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 12 →
1
مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل.
2
خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل.
3
د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:
4
د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محللاېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو.
5
او هم د کولحوزه نمسے او د باروک زوئ معسياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حزاياه، عداياه، يويريب او زکرياه شامل وُو، چې د يهوداه د زوئ سيله اولاد وو.
6
د فارص د اولاد څلور سوه او اتۀ شپېتۀ ښۀ تکړه سړى په يروشلم کښې اوسېدل.
7
د بنيامين د قبيلې کسان دا دى: د يوئيد نمسے او د مسلام زوئ سلو وو. د هغۀ په نورو آباواجداد کښې فداياه، قولاياه، معسياه، ايتىاېل او يشعياه شامل وُو.
8
د سلو نزدې خپلوان جبى او سلى وُو. ټول نهۀ سوه او اتۀويشت بنيامينيان په يروشلم کښې اوسېدل.
9
د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو.
10
اِمامان: د يويريب زوئ يدعياه او يکين.
11
شراياه زوئ د خِلقياه، زوئ د مسلام، زوئ د صدوق، زوئ د مرايوت، زوئ د اخيطوب، څوک چې د خُدائ پاک د کور مشر اِمام وو.
12
د دې قبيلې ټولو اتۀ سوه او دوويشتو کسانو د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت کولو. د فللياه نمسے او د يروحام زوئ عداياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امصى، زکرياه، فشحور او مُلکياه شامل وُو.
13
د هغۀ د قبيلې ټول دوه سوه او دوه څلوېښت کسان د کورَنو مشران وُو. د اخزائى نمسے او د عزراېل زوئ امشى. د هغۀ په آباواجداد کښې اِمير او مسلموت شامل وُو.
14
د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدىاېل وو چې د هجدوليم زوئ وو.
15
ليويان: د عزريقام نمسے او د حسوب زوئ سمعياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حسبياه او بُنى شامل وُو.
16
سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو.
17
د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمدوثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.
18
د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل.
19
د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو.
20
نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل.
21
د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران د يروشلم په هغه برخه کښې اوسېدل چې نوم يې عوفل وو او هغوئ د ضيحا او جِسفا د مشرۍ لاندې کار کولو.
22
د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو.
23
د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى.
24
د يهوداه قبيلې د زارح د قبيلې د مشيزبايل زوئ فتحياه د فارس په دربار کښې د بنى اِسرائيلو نمائندګى کوله.
25
ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَتاربع، ديبون، يقبضىاېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل.
26
هغوئ د يشوَع، مولاده او بيتفِلِط په ښارونو کښې هم اوسېدل،
27
او داسې په حصارسعول، بيرسبع او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې هم اوسېدل.
28
هغوئ د صِقلاج په ښار کښې، مقوناه او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې،
29
په عين رِمون، صُرعا، يرموت،
30
په زنوح، عدولام او نزدې کلو کښې اوسېدل. هغوئ په لکيس او په نزدې پټو کښې او په عزيقه او د دې په کلو کښې اوسېدل. نو د يهوداه خلق د بيرسبع نه واخله د هنوم وادۍ پورې اوسېدل.
31
د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيتايل او د دې نزدې کلو کښې،
32
په عنتوت، نوب، عننياه،
33
حصور، راما، جيتم،
34
حاديد، صبوئيم، نبلاط،
35
لد، اونو او په هغه وادۍ کښې چې چرته کاريګر اوسېدل.
36
د ليويانو څۀ قبيلې کومې چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدلې وې هغوئ د بنيامين د خلقو سره اوسېدو دپاره ولېږل شول.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13